د لاسرسي ځای

د لاهور په نړېدلي کارخانه کې د لټون عملیات پای ته ورسېدل


د پاکستان حکومت د يوې اوونۍ تر هڅو وروسته په لاهور ښار کې د يوې نړېدلي کارخانې له ملبې څخه د خلکو را ايستلو کار پای ته رسولی دی.

په دې کارخانه کې ټول ۴۵ کسان ووژل شول او تر سلو زيات بيا له ملبې څخه ژوندي راوايستل شول. د پلاسټيکي کڅوړو جوړولو دغه کارخانه د نومبر پر څلورمه نېټه راونړېدل چې د حکومتي چارواکو په وينا د تيرې مياشتې په زلزله کې ورته زيان رسېدلی و. بلخوا د ژغورنې د عملياتو مشر ارشد ضيا وايي تر ملبې لاندې د وژل شوو او ژونديو پاتې شوو کسانو د را ايستلو لټون لا پای ته نه دی رسېدلی خو حکومتي چارواکي باور لري چې تر ملبې لاندې څوک نه دې پاته.

XS
SM
MD
LG