د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لکي سيمنټ کارخانې پښتانه مزدوران له ۱۰۰ ورځو راهسې پر احتجاج دي


د لکي سيمنټ کارخانې پښتانه مزدوران له ۱۰۰ ورځو راهسې پر احتجاج دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د لکي سيمنټ کارخانې پښتانه مزدوران له ۱۰۰ ورځو راهسې پر احتجاج دي

د کارخانې د پښتنو مزدورانو مشر اسماعيل مشال رېډيو ته وويل چې لږ تر لږه اتلس سوه مزدوران د کارخانې چارواکي نه مستقل کوي چې د پاکستان د مزدورانو لپاره جوړ قانون خلاف ورزي ده

د لکي مروت لکي سېمېنټ کارخانې پښتانه مزدوران د روان کال جولايي د مياشتې له پينځويشتمې نېټې راهیسې د خپلو غوښتنو لپاره په احتجاج دي او وايي چې هېڅ يو سرکاري يا سياسي واکمن یې پوښتنې ته نه دی ورغلی او نه د کارخانې مشران ورسره خبرو ته تيار دي

د کارخانې د پښتنو مزدورانو مشر اسماعيل مشال رېډيو ته وويل چې لږ تر لږه اتلس سوه مزدوران د کارخانې چارواکي نه مستقل کوي چې د پاکستان د مزدورانو لپاره جوړ قانون خلاف ورزي ده

((موږ د ايم پي اې کور او اسمبلۍ ته ورغلي يو خو د هغه تعلق د جمعيت علمااسلام سره دی، د دوی مشر کارخانې والا خوشاله ساتي نو ځکه د مزدورانو د حقونو لپاره دوي خبره نه کوي))

له لکي مروته منتخب د قامي اسمبلۍ غړي کرنل ريټایېراميرالله په دوه ويشتم اکتوبر مشال ريډيو ته ويلي وو چې په يوه هفته کې به هغه له دوی سره ملاقات کوي خو لا تر دې دمه ئې ورسره ملاقات نه دی کړی

د سه شنبې (نهې) په ورځ کرنل ريټائراميرالله مشال رېډيو ته ووئيل چې د اسمبلۍ روانه غونډې د ختمېدو پسې سمدستي نه هغه د دې مسئلې د هواري لپاره ځي

((زما کشر ورور د هغوي سره په رابطه کې دی زۀ نه يم ورغلی ۔ دا وار چې ورشم نو لکي سيمنټ کارخانې چارواکو سره به په سخته دا ځل خبره کووم او که چرې زموږ غوښتنې نه مني نو بيا به د دوي پرضد څه ګام پورته کوو ۔ سبا چې د اسمبلۍ غونډه ختمه شي نو زۀ به سمدستي لکي مروت ته ځم))

هم له دې سيمې منتخب د صوبايي اسمبلۍ غړي ملک نورسليم مشال رېډيو ته وويل چې له وړاندې د خېبرپښتونخوا د اعلا وزير په خصوصي وینا يوه کمېټي جوړه کړل شوې ده خو د دې حلقې د قامي اسمبلۍ غړي د دې کمېټۍ په غونډو کې ګډون نه دی کړی ځکه چې هغه د دې کارخانې د مالکانو مرستې کوي.

((دا لويه خبره ده ځکه چې په دې کې سېف الله کورنۍ هم ککړ ده او دوی نه غواړي چې دا ستونزه هواره شي۔ له دې سره سره د قامي اسمبلۍ غړی هم د سېف الله د کورنۍ مرستيال دی))

بل اړخ ته د لکي سيمنټ کارخانې مشر انورطارق له احتجاجیانو لاتعلقي ښکاره کړې او وايي چې دغه خلک د کارخانې مزدوران نه دي بلکې دوی پينځه کاله مخکې ويستل شوي او کېسونه یې په عدالت کې دي، که دوی احتجاج کوي نو کارخانې ته ترې هېڅ څه مسئله نشته

((دا کوم خلک چې ناست دي دا زموږ د کارخانې کارکوونکي نه دي۔ پينځه کاله مخکې دوي يو غېرقانوني هړتال کړی وو چې له کبله یې دوی ويستل شوي ول ۔ بهر دوه کسانو که خيمې لګولي او احتجاج کوي نو موږ ته ترې هېڅ څه تکليف نشته))

له لکي مروته د صوبائي اسمبلۍ غړي ملک نور سليم چې د جمعيت علمااسلام فضل الرحمان ډلې غړی دی وايي چې په راروان د صوبايي اسمبلۍغونډه کې به د وزيراعلا پروېز خټک پر وړاندې دا مسئله ږدي خو دا تور یې هم ولګاوه چې د قامي اسمبلۍ غړی کرنل ريټائراميرالله کارخانه کې برخه لرونکي سليم سېف الله د کورنۍ د غړو مرستيال دی.

XS
SM
MD
LG