د لاسرسي ځای

د سېشنبې پر ورځ د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د سیګۍ په سیمه کې ۲۷۵ ښوونکو ته په یو ښارګوټي کې د کورونو د ابادولو له پاره ځمکې وویشل شوې.

د سېشنبې پر ورځ د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د سیګۍ په سیمه کې ۲۷۵ ښوونکو ته په یو ښارګوټي کې د کورونو د ابادولو له پاره ځمکې وویشل شوې.

د ښوونکو یاد ښارګوټی چې په ۱۲۰ جریبه ځمکه کې ابادیږي د ښوونځیو، پارکونو، د پولیسو د ماموریت، روغتون او نورو ټولنیزو خدمتونو له پاره په کې ځایونه په پام کې نیول شوي دي.

که څه هم په خوست کې د ښوونکو له پاره په بیلابیلو سیمو کې د څلورو ښارګوټو د جوړولو له پاره سیمې په نښه شوي او ښوونکو ته په کې له دمخه د کورونو له پاره ځمکې ویشل شوي، خو د سیګۍ د پروژې پرته چې په دې وروستیو ورځو کې د غاصبینو له منګولو خلاصه شوه، د دریو نورو ښارګوټو سیمې تر اوسه هم د زورواکو او سیمه والو له خوا غصب دي او ښوونکو ته په کې د کورونو د جوړولو له پاره اجازه نه ورکوي.

د خوست د پوهنې رئیس بخت نور بختیار په سیګۍ کې د ښوونکو د ښارګوټي د جوړولو د کار په د پرانیستې په مراسمو کې مشال راډیو ته وویل، هڅه کوي چې د دریو نورو ښارګوټو سیمې هم له غاصبینو خلاصې او ښوونکو ته يې وویشي:

((دا د سیګۍ په نوم د ښوونکو یو ښارګوټی وو چې په یوسلو شل جریبه ځکمه کې جوړیږي، په دې کې ۲۷۵ نمرې ډیزاین شوې دي، له دې سربیره درې ښارګوټي نور هم لرو، دا یو له غصب خلاص او درې نور اوس هم غصب دي، چې د مسوولو چارواکو په همکارۍ به هغه هم له غصب څخه خلاصوو او ښوونکو ته به يې ویشو.))

د سیګۍ د ښوونکو په ښارګوټي کې ۲۷۵ پخوانیو او سابقه لرونکو ښوونکو ته چې یو شمېر يې وفات شوي د هغوی وارثینو ته ځمکې وویشل شوې.

یو تن ښوونکی چې په دې ځای کې ورته د حکومت له خوا ځمکه ورکړل شوې په دې خوښ وو، چې د دوی خدمت ته د قدر په نظر وکتل شول:

((نوم مې حکیم خان تقریباً ۲۵ کاله مې معلمي کړې ده، چې موږ ته د معلم په نوم ښارګوټي جوړیږي، ډېر خوښ یم، معارف به وي چې افغانستان په خپلو پښو دروي یا ملکونه يې په پښو درولي دي، دوی په کمو تنخواوو معلمی ته ملاوې تړلې وې، خو نن ډېر فخر کوي، چې دوی ته د قدر په سترګه وکتل شول.))

مدني فعال او د خوست د ولایتي شورا پخوانی رئیس سیدکریم خان خاکسار د ښوونکو له پاره د دا ډول ښارګوټو ویشل پر ځای ګام بولي او هیله څرګندوي، چې په دې سره به ښوونکي لا نور د ښوونې روزنې بهیر ته خپل پام ډېر کړي.

بل لوري ته خوست والي حکم خان حبیبي د ښارګوټي د کار د پیل په مراسمو کې مشال راډيو سره په خبرو کې وویل ځايي اداره په دې هڅه کې ده، چې ټولو ښوونکو ته د کورنو له پاره د ځمکو امکانات پیدا او په تدریج سره يې دوی ته توزیع کړي:

((د خوست امکاناتو او د جلالتماب ولسمشر هغه فرمان او حکم ته په کتو سره به زموږ هلې ځلې دا وي، چې په لومړي قطار کې موجوده او په موجودوو کې هم هغه مستحقو ښوونکو ته د اوسیدو له پاره ځمکې پیدا کړو او دا ډول ښارګوټي ورته توزیع کړو او په راتلونکې کې به هم هڅه کوو، چې ورته پروژې ډیزاین او تطبیق کړو.))

د یادونې وړ ده که څه هم په خوست کې د ښوونکیو د نمرو له پاره یو شمېر سیمې ځانګړې شوي او د متون مینې په شان يې په رسمي مراسمو کې پرانیستې هم شوې دي، خو بیا هم سیمه والو د ښوونکیو له خوا د کورونو د جوړولو مخه نیولې او دا ستونزه تر اوسه هم په خپل ځای پاتې شوې ده.

XS
SM
MD
LG