د بیلاروس وزیراعظم « ایندري کوبیاکوف » چې د دوشنبې پر ورځ ناوخته اسلام اباد ته رسیدلی نن(سېشنبه) د پاکستان له وزیراعظم سره ملاقات وکړ.
د پاکستان سرکاري رسنۍ وايي دا لومړی ځل دی چې د بیلاروس وزیراعظم پاکستان ته سفر کوي او دوی هیله ښکاره کوي چې له دې سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې مظبوطې شي.
تمه کیږي چې د بیلاروس وزیراعظم به له خپل پاکستاني سیال سره په دوه اړخیزو معاملاتوسیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو باندې خبرې وکړي.
په دې موقع به د دواړو هیوادونو ترمنځ ځیني تړونونه هم لاس لیک شي.
ښاغلی کوبیاکوف به د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ یوې ګډې غونډې ته هم وینا وکړي.