د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تاجکستان ولسمشر پاکستان ته ځي


پاکستاني چارواکي وايي، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د راتلونکې زیارت ورځې نه د یو پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ځي.

له نوموړي سره به په دې سفر کې د کابینې وزیران، وتلي سوداګر او نور لوړ پوړي چارواکي ملګري وي.

د خپل سفر پر مهال به امام علي رحمان د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین او وزیراعظم نواز شریف سره ګوري.

پاکستان تمه ښکاره کوي چې د تاجکستان د ولسمشر دغه سفر به د دواړو هیوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، دفاعي او انرجۍ په څانګو کې همکارۍ ته وده ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG