د لاسرسي ځای

تازه خبر

زابل:د طالبانو د دوو ډلو تر منځ نښته کې په لسګونه کسان وژل شوي


په افغانستان کې د زابل ولایت چارواکي وايي په دغه ولایت کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ جګړو کې تر اوسه پورې له ۷۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د زابل د والي ویاند مشال راډیو ته وویل جګړه د ملا اختر محمد منصوراو د ملا محمد رسول د پلویانو ترمنځ روانه ده.

د طالبانو د دواړو ډلو ویندویانو هم د زابل جګړه تائید کړې ده او وايي چې تر دې دمه له دواړو خواو څخه ۸۰ وسله وال وژل شوي دي.

د ملا اختر محمد منصور ډله وايي په زابل کې داعش د دوی له سیالې ډلې ملاتړ کوي خو د ملا محمد رسول پلویان بیا ټینګار کوي چې د ایران استخبارات د اختر محمد منصور ډلې ته پوځي او مالي مرسته ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG