د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زابل لپاره د طالبانو والي د داعش ځانمرګي برید کې ژوبل


د کندهار امنیتې چارواکي وايي، د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې د داعش ډلې په یوه ځانمرګي بریدکې د زابل ولایت لپاره د وسله والو طالبانو والي ملا مطيع ټپي شوی او د پیر اغا په نوم دوسله والو طالبانو نظامي قوماندان وژل شوی دی.

د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند ضیادراني ازادي راډیو ته وویل چې پېښه نن سهار په خاک افغان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې د زابل په درېیو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د دوو ډلو او داعش ترمنځ جګړه روانه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG