د لاسرسي ځای

تازه خبر

وړې اټومي وسلې څنګه وي او پاکستان یې ولې جوړوي؟


نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، په پاکستان کې سختدریځې ډلې دي چې پکې د ځېنو ملاتړ د هغه هېواد اېسټیبلېشمنټ کوي نو ځکه د وړو اټومي وسلو موجودیت ډېر خطرناکه ثابتېدای شي.

د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف راتلونکې اوونۍ امریکا ته ځي او هلته به له چارواکو سره د سیمه ییز امنیت پر موضوع خبرې کوي. غربي رسنۍ وايي، د امریکا حکومت غواړي له پاکستانیو چارواکو سره د هغه هېواد پراخېدونکو اټومي وسلو پروګرام په اړه خبرې وکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د پاکستان اټومي وسلې په ډېره تېزۍ پراخېږي او دا چې اوس هغه هېواد وړې ټاکټيکي اټومي وسلې هم لري چې هند په نښه کولای شي.

د ورځپاڼې په خبره، امریکا غواړي د پاکستان اټومي پروګرام محدود کړي او اسلام اباد قانع کړي چې واړه اټومي بمونه دې نه جوړوي. پوښتنه دا ده چې ((وړې اټومي وسلې)) څه ته وايي او پاکستان دا وسلې ولې جوړوي؟

په اسلام اباد کې د اټومي چارو پوه پوهاند ډاکتر پروېز هودبای مشال راډیو ته وویل، لوی اټومي بمونه ((پر لویې سطحې تباهي خپروي)) او واړه کم ورانی کوي نو ځکه ((دا فکر کېږي چې د وړو اټومي بمونو استعمال ممکن دی.))

ډاکتر هودبای وايي، پاکستان دا واړه بمونه ځکه جوړوي چې له هنده د ټانکونو حملې په صورت کې خپله دفاع وکړای شي:

((پاکستان دا فکر کړی چې که هند پر پاکستان د ټانکونو حمله کوي نو دوی به دا واړه اټومي توغندي د هغوی ټانکونو ضد وکاروي. د دې وجه دا ده چې له پاکستان سره ټانکونه او توپخانه کمه ده خو له هند سره زیات دي نو ځکه د پاکستان په پوځ کې دا سوچ عام شوی دی. خو د دې ډېرې خطرې دي ځکه چې که پاکستان اول اټومي بم استعمال کړ – که وړوکی هم وي – نو هند وايي، دا به اټومي حمله وګڼي چې په ځواب کې یې بیا خپل لوی اټومي بمونه استعمالولای شي.))

ویل کېږي چې د پاکستان دا واړه بمونه د راکټ له لارې هم توغول کېدای شي. ډاکتر پروېز هودبای وايي، همداسې ده او دا چې دا نوي نه دي بلکې دا ډول واړه اټومي توغندي لومړی امریکا جوړ کړي ول:

((دا ریښتیا دي چې دا [واړه] اټومي بمونه له راکټ لانچره هم توغول کېدای شي او دا بمونه تر ۵۰ یا ۶۰ کیلومیټره پورې خپله نښه ویشتای شي. دا نوي توغندي نه دي. په ۱۹۵۰ز لسیزه کې امریکا همداسې واړه توغندي جوړ کړي ول چې یوازې دوه سرتېرو به په اوږه کښېښودای شول او توغولای به یې شول. د هغو اټومي وسلو نوم ډېویک راکټ وو او امریکا دا تر اوږدې مودې په ترکیه کې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد نصب کړي ول.))

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، په پاکستان کې سختدریځې ډلې دي چې پکې د ځېنو ملاتړ د هغه هېواد اېسټیبلېشمنټ کوي نو ځکه د وړو اټومي وسلو موجودیت ډېر خطرناکه ثابتېدای شي.

ډاکتر پروېز هودبای له دې نظر سره موافق دی او وايي، دا وسلې ځکه خطرناکې دي چې که د جګړې په میدان کې د پوځ یو ټولی فکر وکړي چې د دې د استعمال وخت راغلی دی نو دې وسلو ته کوډ ورکولای شي او استعمالولای یې شي.

هودبای زیاتوي، همداراز، که دا وسلې د وسله والو لاس ته ورشي نو هغوی له دې اورانیم یا پلوټونییم ایستلای او کارولای یې شي:

((که وسله وال د دې کوډ هم تر لاسه کړي نو بیا به ډېره خطرناکه خبره وي. که ورسره کوډ نه وي هم او دا وړې اټومي وسلې تر لاسه کړي او له دې بمونونو اورانیم یا پلوټونییم وباسي نو بیا به ورسره ډېر لوی شی موجود وي. پاکستان وايي، د دې کار هېڅ امکان نشته، خو نړۍ ډېره وېرېدلې ده [چې کېدای شي دا وسلې د اورپکو لاس ته ورشي.]))

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، اوس چې د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف د امریکا په سفر ځي نو باید ورسره چارواکي د اټومي وسلو پر پروګرام خبرې وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، نړیواله ټولنه باید د پاکستان اټومي پروګرام محدودولو ته لومړیتوب یا ترجیح ورکړي ځکه چې یو خو وړې اټومي وسلې ډېرې خطرناکې دي او بل دا چې دا د پاکستان په ګټه هم ده ځکه چې اوس پاکستان د خپل بجټ یا بودیجې ۲۵ فیصده برخه پر دفاع لګوي او خپلو وګړو ته د ژوند اسانتیاو په ورکولو کې پاتې راغلی دی.

XS
SM
MD
LG