د لاسرسي ځای

داعش او القاعده دې افغانستان کې فعالیت نه کوي. ملا محمد رسول


ملا محمد رسول د طالبانو بېلې ډلې نوی مشر

ملا محمد رسول د طالبانو بېلې ډلې نوی مشر

د طالبانو د جلا شوې ډلې دا لویه غونډه د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په یوه ناامنه سیمه زېرکوه کې جوړه شوې وه.

هغه ځانګړي تصویرونه چې د ازادي راډيو خبریال له طالبانو څخه د جلا شوې ډلې د نوي مشر له غونډې اخیستي ښيي چې ملا محمد رسول د خپلو پلویانو په منځ کې ولاړ او ځان د طالبانو د پخواني مشر ځای ناستی اعلانوي.

دغې غونډې ته، چې د هرات په شین ډنډ ولسوالۍ کې له ملا محمد رسول سره د هرات، فراه او هلمند طالبانو د بیعت په هدف جوړه شوې وه، د ازادي راډيو خبریال هم د دوو نورو خبریالانو په ګډون غوښتل شوی وو.

له طالبانو څخه د جلا شوې ډلې نوي اعلان شوي مشر ملا محمد رسول په دې غونډه کې وویل، چې داعش او القاعده د دوی وروڼه دي خو غوښتنه یې وکړه چې دا وسله وال باید په خپلو هېوادونو کې فعالیت وکړي او طالبان به د افغانستان دننه د فعالیت اجازه ورنه کړي.

ملا محمد رسول د خپلو زرګونه پلویانو په دې غونډه کې د طالبانو د جلا شوې ډلې له نوې رهبرۍ څخه پرده پورته کړه او ویې ویل چې خپل جهاد ته به ادامه ورکوي او له مجاهدینو او نورو ډلو یې وغوښتل، اعتراض دې نه کوي چې ولې طالبان دوه ډلې شوي دي.

د هرات په شین ډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو دغه جوړه شوې غونډه په تېرو څورلسو کلونو کې بې سارې وه او د ازادي راډيو خبریال وایي چې ده ته یوازې د غونډېتصویر اخیستو اجازه ورکړل شوه، حال دا چې د شینډنډ په نورو سیمو، ودانیو او لارو کوڅو کې زرګونه نور طالبان موجود ول، خو خبریالانو ته یې د تصویر اخیستو اجازه نه ورکوله.

په غونډه کې د طالبانو د جلا شوې ډلې د نوي مشر سیاسي مرستیال مولوي عبدالمنان نیازي د طالبانو د بل مشر ملا اختر محمد منصور څخه شکایتونه وکړل.

ملا عدالمنان نیازی

ملا عدالمنان نیازی

ښاغلي نیازي وویل چې ملا اختر محمد منصور په تېرو څورلسو کلونو کې د طالبانو له اسلامي امارت سره خیانت کړی او د دې ډلې له لوړپوړو مسئولینو سره له مشورې پرته یې په قطر کې له بهرنیو سره د سولې خبرې پیل کړې وې.

د ملا محمد رسول سیاسي مرستیال له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد نه کړې خو زیاته یې کړه چې دوی اوس په خپلو تشکیلاتو لګیا دي او د سولې خبرې یې په راتلونکو پروګرامونو کې شاملې دي.

د یادولو وړ ده چې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانوغونډه د امنیتي پوستو څخه په شااوخوا شپږ کیلومیټره لیرې واټڼ کې جوړه شوې وه.

په تېرو دوو میاشتو کې ملا اختر محمد منصور ته وفاداره وسله والو په هرات او یوشمېر نورو سیمو کې له جلا شوو طالبانو سره جګړه وکړه چې هغوی د ملا اختر محمد منصور بیعت ته اړه کړي.

د طالبانو د دوه ډلې کېدو خبره له هغه وروسته راپورته شوه چې د طالبانو اسلامي امارت بنسټ ایښېدونکي ملا محمد عمر د مړینې خبر خپور شو.

اوس به وخت معلومه کړي چې د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول له منځه به کوم یو په افغانستان کې د ټولو طالبانو رهبر شي.

XS
SM
MD
LG