د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: ایاز صادق د قامي اسمبلۍ سپیکر وټاکل شو


د مسلم لیګ ن غړي سردار ایاز صادق نوی سپیکر شو
د مسلم لیګ ن غړي سردار ایاز صادق نوی سپیکر شو

له لوړې کولو پس د قامي اسمبلۍ غونډې ته سپیکر سردار ایاز صادق په خپله وینا کې وویل، دا ګټه دې د ده نه بلکې د جمهوریت، ایین او د پارلمان ګټه وګڼل شي

د مسلم لیګ ن غړي سردار ایاز صادق د قامي اسمبلۍ د شلم (۲۰) سپیکر په توګه سوګند وکړ.

نن د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ د سپیکر لپاره د مسلم لیګ ن سردار ایاز صادق او د پاکستان تحریک انصاف شفقت محمود ترمینځه مقابله وشوه د مسلم لیګ ن سردار ایاز صادق دوه سوه اته شپیته (۲۶۸) رایې په اخیستو د قامي اسمبلۍ نوی سپیکر وټاکل شو او د نوموړي مخالف امیدوار شفقت محمود یو دېرش (۳۱) رایې واخیستې.

د لوړې کولو پس د قامي اسمبلۍ غونډې ته د سپیکر سردار ایاز صادق وینا وه: «دا ګټه دې د ده نه بلکې د جمهوریت، ایین او د پارلمان ګټه وګڼل شي او انشاءالله په ګډه به د جمهوریت او ایين دفاع کوي او زه تاسو ته دا یقین درکول غواړم چې د دې پارلمان د خوشالۍ او فعاله ساتلو لپاره به خپل پورا کردار ادا کوم او له پارلماني مشرانو سره به په سلا مشوره ایوان چلوو»

غونډې ته د پاکستان تحریک انصاف غړي شفقت محمود وینا وه چې اپوزیشن له منتخب اسپیکره تمه لري چې خپل کار به په ښه توګه ترسره کوي او د ټولو لپاره به یو شان وي.

د نوموړي وینا وه «پارلمان زموږپه پارلماني جمهوري نظام کې تر ټولو اعلا اداره ده خو موږ ټولو ته له خپله ځانه دا پوښتنه کول پکار ده چې په تېرو دوه نیم کلونو کې د قام د تقدیر مهمې فیصلې موږ په دې ایوان کې کړې دي او که نه؟ ټول ګوندیز کنفرنس د پارلمان متبادل نشي کېدی. زه د ټول ګوندیزه کنفرنس مخالف نه یم خو موږ ته د مهمو معاملاتو فیصلې په ټول ګوندیزه کنفرنس کې نه بلکې په دې پارلمان کې کول پکار دي»

غونډې ته اپوزیشن د یو بل مشر سید خورشید شاه پرته د مختلفو ګوندونو پارلماني مشرانو هم وینا ګانې وکړې.

د یادونې ده چې د پاکستان قامي اسمبلۍ په درې سوه دوه څلویښت (۳۴۲) غړو مشتمله ده چې پکې د حکمران ګوند مسلم لیګ ن یو سل اته اتیا (۱۸۸) د پاکستان پیپلز پارټۍ شپږ څلویښت (۴۶) د پاکستان تحریک انصاف درې دیرش (۳۳) د ایم کیو ایم څلرویشت (۲۴) د جمیعت علماء اسلام دیارلس (۱۳) د مسلم لیګ فنګشنل پنځه (۵) د جماعت اسلامي او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ څلور څلور او د عوامي نېشنل ګوند دوه (۲) غړي دي دي.

XS
SM
MD
LG