د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ولسي جمهوریتله ځانګړي استازي دینګ شیجون سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، ښاغلي دینګ شیجون وویل، افغانستان د چین یو مهم شریک دی او په همدې دلیل چین له افغانستان سره په ګډه هڅه کوي، چې په سیمه کې د ترهګري د له منځه وړلو، په افغانستان کې د پایداره سولې د تامین او اقتصادي پرمختګ په برخه کې کار وکړي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ولسي جمهوریت استازي په سیمه کې د امنیتي وضعیت د ښه والي په برخه کې د افغانستان د هڅو ستاینه وکړه او مهمې یې وبللې.
ولسمشر غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د چین هېواد د مرستو قدرداني وکړه او په افغانستان کې د پرمختګ، د سولې تامین او د سیمې امنیت د ټینګښت په برخه کې یې د چین هڅې ارزښتناکې وبللې.
د هېواد ولسمشر وویل، باعزته او پایداره سوله د افغانستان اساسي غوښتنه ده. هغه زیاته کړه په افغانستان کې د سولې تامین دوه بعدونه لري، یو له پاکستان او دویم له طالبانو سره سوله.
ولسمشر څرګنده کړه، چې د پاکستان حکومت دېپه خپله خاوره کې د هغو ترهګرو او ورانکارو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي، چې د افغانستان د خلکو پر ضد د جنګ اعلان کوي. هغه وویل، دا اقدام به د ترهګرو د له منځه وړلو او په افغانستان کې د پایداره سولې د صادقانه همکارۍ ښکارندوی وي.
محمداشرف غني ترهګري د افغانستان ، پاکستان او ټولې سیمې لپاره یو ګډ ګواښ وباله او د دغه خطر د له منځه وړلو لپاره یې په ګډه او ریښتوني مبارزه ټینګار وکړ.
سرچینه: ارګ، کابل