د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د نه واکسین له کبله هر ګنټه ۱۱ ماشومان مري


په کوټه کې د صحت څانګې چارواکو او ډاکترانو غونډه
په کوټه کې د صحت څانګې چارواکو او ډاکترانو غونډه

ډاکټران وايي، مور پلار باید هر ماشوم د پيدايش له لومړۍ ورځې بیا تر پنځلس مياشتو پورې واکسینونه کړي

د صحت نړیوالې ادارې په وینا د ماشومانو د نهو هغو ناروغيو له امله چې له لومړۍ ورځې بیا تر پنځلس مياشتو پورې ورته حفاظتي ټيکې لګېږي، د همدې ناروغيو له امله په پاکستان کې په هر ساعت کې يوولس ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په کوټه کې د صحت څانګې چارواکي او ډاکتران وايي، د نهو هغو ناروغيو له امله چې ماشومانو ته يې حفاظتي ټيکې لګېږي، په پاکستان کې په هر ساعت کې يوولس ماشومان مري.

د ډاکترانو په خبره که همدا ټيکې پر وخت ونه لګېږي، نو ماشوم ټول ژوند د مور پلار لپاره عذاب ګرځېدلای شي.

ډاکټر اسحاق پانېزی لومړی هم ددې نهو ناروغيو په هکله راته وايي.

؛ په دې ناروغيو کې اوله د ماشومانو ټي بي، دومه ګوزڼ، درېيمه توره غاړه، څلورمه خناق، پنځمه تور ژړی، شپږمه مغزی ماتې ناروغي، اوومه تشنج ، اتمه شری او نهمه نمونیا ناروغي ده، چې د دې حفاظتي ټيکو له لګېدو سره ماشومان له دې ناروغيو د تل لپاره خوندي کېدلای شي؛.

د ډاکتر اسحاق پانېزي په خبره که هر ماشوم ته په خپل وخت د همدې ناروغيو واکسین ورکړل شي نو له يادو ټولو ناروغيو څخه د تل لپاره خوندي وي. د بلوچستان د صحت څانګې او د عکس نادولتي موسسې له خوا په کوټه کې د برېښنايي او چاپي رسنيو خبریالانو ته يو ورځنی ورکشاپ جوړ شوی، چې په کې د همدې ناروغيو په هکله مالومات له رسنوالو سره شریک کړل شوو.

د عکس موسسې له خوا ښايسته یاسمين بیا د دې ورکشاپ په هکله مشال راډيو ته وویل

؛ ددې ورکشاپ هدف دا دی، چې زموږ خبریالان چې له چاپي او برېښنايي رسنيو سره کار کوي، هغوی د دوی همدا پېغام تر خلکو په سمه طریقه ورسوي او خبر یې کړي، چې د دوی ماشومان له يادو ټولو ناروغیو د همدې واکسینونو له امله خوندي کېدلای شي؛.

د صحت د څانګې چارواکي او ډاکتران وايي، د يادو نهو ناروغيو پر ضد د حفاظتي ټيکه جات مرکزونه له ښارونو سره سره په کليو کې هم دي، چې هملته وګړي خپلو ماشومانو ته همدا ټيکې بې له کومې بیې يا وړيا ورلګولای شي او د خپلو ماشومانو ژوند ژغورلای شي.

XS
SM
MD
LG