د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه سیاست وال او کارپوهان وايي پښتانه اتلان دې ونمانځل شي


اتلان
اتلان

د تحریک انصاف په مشرۍ د خیبر پښتونخوا حکومت د نومبر په نهمه نیټه په صوبه کې د پاکستان د قامي شاعر محمد اقبال د ورځې د نمانځلو اعلان کړیدی، خو د ځینو ملت پاله ګوندونو مشران وايي چې دا صوبه د پښتنو ده نو باید د پښتنو د قامي اتلانو یادونه هم اوشي.

د قامي وطن ګوند د اطلاعاتو مرکزي سکتر سلیم خان وايي ، هغه د علامه اقبال د ورځې نمانځلو هر کلی کوي خو باید د پښتنو د کولتور ، سیاست او تاریخ سره د تړلو لویو شخصیتونو ورځې دې هم ونمانځلې شي.

په لندن کې مېشت د سیاسي او اولسي چارو کارپوه فایق یوسفزۍ وايي په پښتونخوا صوبه کې د پښتنو د مشرانو نه یادول ښايي چې د قام په حیث ددوی د تاریخي او کولتوري سفر او مبارزې احترام نه کیږي.

د پښتونخوا اسمبلۍ غړی سید جعفرشاه بیا وايي ، چې د عوامي نیشنل ګوند د واک په موده کې د پښتنو د ځینو اتلانو د قبرونو جوړولو پروژې پیل شوې وې خو موجوده حکومت ددغو منصوبو سر ته د رسولو لپاره هیڅ نه دي کړي.

سید جعفرشاه زیاته ککړه چې ډیر زر به د صوبې په اسمبلۍ کې د پښتونخوا د سیاسي ، مذهبي ، ادبي او کولتوري شخصیتونو د کار او زیار نه د ذده کړې په غرض د هغوی د ورځو نمانځلو لپاره یو قراداد وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG