د لاسرسي ځای

تازه خبر

مدني فعالان: د ننګرهار د پوهنې رياست پر ضد منظم کار روان دی


ننګرهار کې د مدني فعالانو غونډه
ننګرهار کې د مدني فعالانو غونډه

په ننګرهار کې مدني فعالان وايي چې د پوهني رياست کې د اصلاحاتو پر ځای فساد ته کار کيږي. دوی د پوهني رياست له چارواکو غواړي چې د روابطو په بنیاد دې په مهمو پوستونو مقررۍ بندې کړي.

په ننګرهار کې د بیلابیلو مدني او فرهنګي ټولنو استازي د شنبې په ورځ د ننګرهار علمي او فرهنګي مرکز کې د يوې مطبوعاتي ناستې پر مهال د پوهني رياست په چارواکو غږ وکړ چې په دغه ریاست کې د فساد د مخنيوي په خاطر وړ او په کار پوه خلک په کار وګمارل شي.
د مدني فعالانو دغه ناسته د افغانستان پوهني وزارت د هغې پريکړې په اساس وه چې له د نتایجو او شهادتنامو د مدير عبدالغني فاروقي پر ځای بل کس ګمارل شوی دی.
د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالصیر سباوون په دغه خبري ناسته کې وويل چې د پوهني ریاست د نتایجو او شهادتنامو مدیر په دې خاطر له خپلې دندې ګوښه شوی چې په فساد کې يې لاس نه لرلو.

(( دا هغه خبرې دي چې د دغه ریاست د کارمندانو له خولې اوریدل شوي چې وايي، دا د عوایدو شبعه وه، او ده عواید نه شوو، برابرولی، عواید څه شی دي، چا ته په زر ډالره او چا ته په دوه زره ډالره تصدیق جوړ کړه. او چا ته اسناد جوړ کړه. ولې، هغه څوک چې هيڅوک يې نه مني او هغه څوک چې دا ټول ولس يې مني، معارف يې مني، شاګرد يې مني، استاد يې مني، مدني فعالان يې مني، ولې د هغه په خلاف باندې اقدام کيږي.؟))

د ختيځ ادبي بهير مشر ضیاالدین همتمل په خپلو خبرو کې وويل، چې د نتایجو او شهادتنامو د نوي مدير ټاکنه د ننګرهار د پوهنې رياست د تخریب لپاره شوې ده.

(( تاسو ته زه وړاندوینه کوم، چې هغه کس چې د مکتب مخ به يې نه وي لیدلی، دورازه به يې نه وي لیدلي، خو هغه ته به د دولسم شهادتنامه ورکول کيږي. د ننګرهار د معارف د ځپلو لپاره شعوري کار روان دی، که موږ او تاسو چوپ پاتې شوو، دغه پوهه او فرهنګ ټول ځپل کيږي.))

استاد عبدالغني فاروقي وويل چې ده سره د ادارې اصلاحاتو د اصولو خلاف عمل تر سره شوی دی.

(( د معارف په خدمت کې شل کلنه سابقه لرم، او دا خدمت مې په اخلاص سره د دې ملت بچو ته کړی، خو اوس چې زه د پوهنې وزارت د پريکړې په اساس له خپلې دندې نه ګوښه شوی یم، دا د اداري اصلاحاتو د اصولو او قوانینو خلاف عمل تر سره شوی دی. زه د قانون او مدني طرزالعملونو په رڼا کې د خپل حق غوښتونکی یم. ))

دغو مدني فعالانو پريکړه وکړه چې که د یکشنبې په ورځ يې تر دوه بجو پورې د ننګرهار د پوهنې رياست د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وایه، دوی به د رياست مخې ته خيمې لګوي او تر هغې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، څو پورې چې يې غوښتنې نه وي منظوري شوي.

XS
SM
MD
LG