د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست کاریګر په سعودي عرب کې له ستونزو سره مخ دي


سعودي عرب کې کار کونکي خوستیان
سعودي عرب کې کار کونکي خوستیان

د خوست هغه زرګونه اوسیدونکي، چې پخوا يې په پاکستانیو پاسپورټونو د سعودي عربستان د کار او مزدورۍ ویزې اخیستي او له کلونو، کلونو په هغه هېواد کې په کار بوخت دي اوسمهال ورته له سعودي څخه هېواد ته په تګ او راتګ کې ستونزې پیدا شوې دي.

پاکستان ته د مهاجرت پرمهال زرګونو افغانانو پاکستاني پاسپورټونه اخیستي او په هغه پاسپورټونو يې د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ د بیلابیلو هېوادونو ویزې اخیستي او هلته کاروبار کوي.

اوسمهال د پاکستاني پاسپورټونو لرونکي افغاني مسافر چې د کابل په لاره وطن ته راځي، د افغانستان د حکومت جنرال قونسلګري دوی ته د مسافرت د سند په نوم یوه پاڼه ورکوي او د کابل د هوايي ډګر مسوولین ورته د دخول او خروج ټاپې د پاسپورټونو پر ځای په همدې پاڼو کې لګوي.

خو د دوی له منځه سلګونه خوستي مسافرین، چې د یکشنبې پر ورځ د خوست د ولایتي شورا ودانۍ مخې ته راټول شوي ول وايي، چې د سعودي حکومت د مسافرت په سند باندې د دخول او خروج ټاپې نه مني او یو شمېر مسافر يې له ریاض نه بېرته کابل ته راستانه کړي دي.

دوی مشال راډیو سره په خبرو کې انديښنه څرګنده کړه، که چیرې افغان حکومت په څو ورځو کې دې ستونزې ته عاجله حل لاره پیدانکړي، نو ممکن هغه زرګونه د سعودي مسافر چې په رخصتۍ وطن ته راغلي ویزې له لاسه ورکړي او د دوی ملکیتونه او نورې دارايۍ چې په سعودي کې يې لري د دوی له لاسه به ووځي.

« نوم مې محمد انور، زه د سعودي په الخمیس کې اوسیږم، په سعودي کې افغان سفارت راته وویل، چې په دې پاڼو به تاسې رسمي ځئ او واپس به بیرته راځئ، اوس مو په کابل کې هم نه پریږدي او د سعودي په هوايي میدان کې هم راته مشکل دی، زموږ کار وبار او موټر هر څه هلته پاتې دي.»

یو بل تن بیا مشال راډیو ته د خپلې ستونزې په اړه داسې وویل :

« زه رودګل د عیشیرو د خرقي کلي اوسیدونکی، زموږ په کار کې نواقص دادي، چې باید اول د راتګ پر مهال په هوايي ډګر کې ورته دخولي ټاپه ووهل شي او کله چې واپس کیږي، باید خروجي ټاپې ورته ووهل شي. »

یو بل تن مسافر وايي، چې سعودي حکومت ورسره په پاڼو کې ټاپې نه مني، د ده په وینا شلګونه کسان سعودي حکومت له ریاضه بیرته راستانه کړل او ویزې يې وسوځیدې.

بل لوري ته د خوست د ولایتي شورا غړي هم د افغانستان د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو په کلکه غوښتنه کوي، چې په سعودي کې د افغاني مسافرو ستونزو ته رسیده ګي وکړي.

د ولایتي شورا غړی عبدالولي واحدزی وايي، چې ولسمشر غني د خوستیو ولسونو سره د ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې په خلیجي هېوادونو کې د افغاني مسافرو د ژوند او کار د ښه کولو له پاره به عملي اقدامات کوي، خو تر اوسه په دې اړه هېڅ هم نه دي شوي:

« موږ د افغانستان د کورنیو او بهرنیو چارو پر وزارتونو غږ کوو، چې دا ستونزه د زرګونو خلکو ده او باید په عاجل ډول دوی ورته رسیده ګي وکړي، بل لوري ته په خپل ولسمشر موږ سره په ټاکنیز کمپاین کې دا وعده کړې وه، خو دې ستونزې ته تر اوسه رسیده ګي نه ده شوې.»

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې دا مسله به لاس په لاس په رسمي توګه د بهرنیو او کورنیو چارو له وزارتونو سره شریکه کړي.

بل لوري ته د مسافرو څخه هم یو لس کسیز پلاوی ټاکل شوی، تر څو پلازمینه کابل کې چارواکو سره وغږیږي، په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازی لیاقت الله بابکرخېل مشال راډيو ته وویل، چې په دې اړه پخوا تماسونه نیول شوي ول او مسله حل شوې وه، خو یو ځل بیا به د مسافرو له استازو سره یو ځای په کابل کې له چارواکو سره دا مسله شریکه کړي.

ومو غوښتل په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر نظر هم ولرو، خو د پرلپسې هڅو دوی سره د اړیکو په نیولو بریالي نه شو.

د یادونې وړ ده دا مهال په خلیجي هېوادونو کې تر یو لکو ډیر خوستي ځوانان په کارو بار او مزدوری لګیا دي، چې په ټوله کې ورسره د دوی کورنۍ اقتصاد ښه شوی او خوست هم په اقتصادي او ودانیز لحاظ د پام وړ پرمختګ کړی دی.

XS
SM
MD
LG