د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په تیرا کې د پنځلسو وسله والو د وژلو ادعا کوي


انڅور له ارشیفه اخیستل شوی
انڅور له ارشیفه اخیستل شوی

د پاکستان امنیتي چارواکي ادعا کوي چې په خیبر ایجنسۍ کې یې د هوايي عملیاتو پرمهال لږ تر لږه ۱۵ مشکوک وسله وال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا د ادارې لخوا مشال راډیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې پوځ دا بمباري په تیرا کې کړې ده او د وسله والو پټنځایونه یې هم ویجاړ کړي دي.

د پاکستان پوځ له تیر څه مهاله په شمالي او جنوبي وزیرستان او همدارنګه په خیبر ایجنسۍ کې د وسله والو پرضد عملیات کوي چې په ترڅ کې یې دوی د ګڼ شمېر وسله والو د وژلو ادعا کوي.

کومې وسله والې ډلې په تېرا کې د حکومت لخوا د شوې بمبارۍ او د تلفاتو په اړه څه نه وايي ، په ازاد ډول هم د پوځ داعا سپیناوی ناشونی بریښي، ځکه چې پوځ ازادو خبریالانو ته سیمې ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG