د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار ولي خان : د افغانستان او پاکستان سوله د یو بل سره تړلې ده


د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي ، د پاکستان او افغانستان سوله ، ثبات او پرمختګ له یو بل سره تړلې دي.

نوموړي دا څرګندونې په پېښور کې د هغه افغان پلاوي سره د لیدلو پرمهال وکړې چې د افضل خان لالا د فاتحې لپاره تېره ورځ پېښور ته ورغلې وه. نوموړي زیاته کړه چې د کابل او اسلام اباد حکومتونو له دا خبره باوري کول پکار دي چې د یوه لوري خاوره به د بل لوري پرضد نه استعمالیږي. :

« د مترقي افغانستان نه بغیر که څوک د مترقي پاکستان خبره کوي، نو دا د لیونو سوچ دی. د واړو ملکونو له پکار دي چې د یو بل دښمن شریک دښمن وګڼي او په ګډه د سولې د راوستلو لپاره اقدامات وکړي. »

له افغانستانه د اجرایه مشر د مرستیال انجینیر محمد خان په مشرۍ کې د حکومتي چارواکو او د سولې د عالي شورا د غړو پلاوی تېره ورځ پېښور ته رسیدلی او د ځايي مشرانو سره یې هم لیدل کتل کړي دي. په دې موقع ډاکټر اکرم خپلواک د افضل خان لالا پر مړینه د ولسمشر اشرف غني رالیږلی پیغام ولوستلو :

« ارواښاد افضل خان لالا په سیمه کې د تاو تریخوالي، بې عدالتۍ او شخړو مخالف و . ټول عمر یې د افغان ولس د پیوستون ، یو والي او پرمختګ لپاره په هلو ځلو کې تېر کړی و. له نېکه مرغه د افضل خان لالا سره مې د هغه له مړینې یو ورځ مخکې پر ټیلیفون خبرې وشوې، راته یې وویل ، ته یوازې ولسمشر نه یې بلکه د قوم مشر هم یې. نو هیله مې درنه داده چې ددغه قوم د یووالي، سوکالۍ ، نیک مرغۍ او پرمختګ لپاره کار وکړې. »

افغان ولسمشر په خپل لیږلي پیغام کې د افضل خان لالا مړینه د لر او بر د پښتنو لپاره یوه ستره ضایع بللې ده.

XS
SM
MD
LG