د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار هند ته سفر کوي


افغان چارواکي وايي، نوې ډیلي ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار سفر د سیمه ییزې همکارۍ د زياتېدو لپاره دی.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په یو رسمي سفر سبا (یکشنبه) د هندوستان پلازمينې نوې ډیلي ته ورسیږي.

له حنیف اتمر سره په دې سفر کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی هم ملګری دی.

افغان چارواکي وايي، نوې ډیلي ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار سفر د سیمه ییزې همکارۍ د زياتېدو لپاره دی.

د ملي امنیت د سلاکار ویاند تواب غورځنګ نن ازادي راډیو ته وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د افغانستان جګړه یوازې د دې هېواد ستونزه نه ده بلکې دې پدیدې د سیمې هېوادونو ته هم جدي ګواښونه پېښ کړي دي. د نوموړي په وینا، هند ته د ښاغلي اتمر په دې سفر کې به د ترهګرۍ پر سیمه ییزو ګواښ خبرې کیږي او افغان لوری به له هنده د خپل هوايي ځواک د پياوړي کولو لپاره د مرستې غوښتنه هم کوي.

د افغانستان دا لوړ پوړی پلاوی په داسې حال کې هند ته ځي چې په افغانستان کې نا امنۍ زیاته شوې او په دا وروستیو کې وسله والو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

ولسمشر غني د خپلې ولسمشرۍ په پیل کې له هندوستان څخه د مرستې تر لاسه کول ځنډولې وو. نوموړې هڅه وکړه، څو پاکستاني چارواکي قانع کړي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو زمینه برابره کړي. خو په افغانستان کې یو شمېر چاودنې او بریدونه د دې سبب شول چې افغان حکومت یو وار بیا پر پاکستان انتقادونه زیات کړي.

داسې ښکاري چې پر کندز او نورو سیمو د وسله والو طالبانو وروستیو پراخو بریدونو افغان چارواکي د سولې په برخه کې د پاکستان له همکارۍ لا ډېر نهیلي کړي. افغان حکومت د خپلو امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او تجهیز لپاره په دې وروستیو کې د روسیې په شمول د سیمې له هېوادونو د مرستې او ملاتړ غوښتنه کړې.

مخکې ویل شوي وو چې هندوستان غواړي افغانستان ته څلور روسي هلیکوپټرې ورکړي. د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار ویاند ښاغلی غورځنګ وايي چې د دې هلیکوپټرو په اړه د هند او افغانستان ترمنځ خبرې په لومړنیو پړاوونو کې دي.

XS
SM
MD
LG