د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان یو شمیر والیانو د ناقانونه کړنو د مخنيوي هوډ وکړ


د افغانستان د یو شمیر ولایتونو والیانو ژمنه وکړه چې د مرکزي حکومت په همکارۍ به په لنډ مهال کې د ناقانونه کړنو مخه ونیسي.

د ننګرهار، کونړ، لوګر، لغمان او بدخشان والیانو نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په ولایتونو کې یې اساسي ستونزې پيژندلي او د حل لارو موندلو لپاره په کابل کې پرې بحث کوي.

دغو والیانو وویل چې د کابینې په ناسته کې په دغو ولایتونو کې د ستونزو ۱۷ موردونه تر بحث لاندې نیول شوي او په حل سره به یې خلک د اساسي تغیراتو شاهدان وي.

د کانونو ناقانونه راایستل، د ځمکو غصب، د دولتي ادارو تر منځ ناهمغږي او ځینې نورې ستونزې هغه مسایل وو چې دغو والیانو ترې یادونه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG