د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر اشرف غني د لوی کندهار شورا له استازو سره وکتل


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام (جمعه) د لوی کندهار شورا له یو شمېر مشرانو او استازو سره په ارګ کې وکتل. په دې کتنه کې دغو مشرانو د هلمند ولایت د امنیتي وضعیت او ستونزو په هکله ولسمشر ته معلومات ورکړل.

هغوی د حکومت له برنامو او د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ څرګندولو پرمهال په یاد ولایت کې د امنیتي څانګې د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني د لوی کندهار شورا د مشرانو د وړاندیزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته وویل چې د افغانستان د خلکو دښمنانو په هلمند ولایت کې د غازو نل لیکې، برېښنا او د اورګاډي کرښې د تېرېدو د اقتصادي پروژو د مخنیوي په موخه هلمند ولایت نارامه کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې د دوی له مېنځه به يو باصلاحيته پلاوی هلمند ته ولېږي څو د عمومي وضعیت په هکله اساسي څېړنه وکړي او په پای کې د خپلو موندنو بشپړ راپور له ده سره شریک کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG