د لاسرسي ځای

“د رخشانې د سنګسار په تړاو یو څو کسان پېژندل شوي”


د افغانستان غور والي وايي، یو شمیر کسان یې د رخشانې د سنګسار په وژلو کې د لاس درلودلو په تور پیژندلي دي.

سیما جوینده مشال راډیو ته نن)جمعه) وویل، هغه سیمه چې دا نولس کلنه پیغله پکې وژل شوې د حکومت تر کنټرول لاندې نه ده بلکه پکې طالبان واکمن دي.

د رخشانې په نوم دغه ځوانه نجلۍ دوه اونۍ مخکې د غور ولایت په یوه سیمه کې یو شمیر خلکو سنګسار کړه .

د پېښې د ویډیو تر خپریدو وروسته یې دننه په افغانستان او بهر عکس العملونه راوپارول.

XS
SM
MD
LG