د لاسرسي ځای

"پاکستان او افغانستان د ګوزڼ پر ضد عملي ګامونه اخیستي دي”


پاکستان او افغانستان پوليو وايرس د مخنوي په اړه په عملي ګامو اخیستو سلا شوي دي.

دا فيصله د جمعې پر ورځ د بلوچستان په چمن ښار کې د پاکستاني او افغان چارواکو په يوه غونډه کې وشوه.

د پاکستان استازيتوب د اېمرجنسي اپريشن سېنټر مشر ډاکټر سيد سيف الرحمن او د افغان ډلې مشري د هغه هېواد د روغتيا وزارت يو لوړ پوړې چاواکي فيض الله کاکړ کوله.

غونډي ته وويل شو چې هره ورځ ۱۴۰۰۰ کسان تر سرحد اوړي راوړي او پکې ۹۰۰ سوه هغه ماشومان دي چې عمرونه يې تر پنځو کالو کم دي او په دې کې ۳۰۰ ماشومان د پوليو له څاڅکو پاته کېږي.

د يونيسف يوه چارواکي وويل،په سيمه کې ۱۳۰۰۰ کسانو خپلو ماشومانو ته د پوليو څاڅکو له ورکولو انکار کړی وو خو د دوی د ځينو اقداماتو له وجې په دې کې اوس له تيزي سره کموالی راغلی دی.

له غونډي وروسته ډاکټر سيف الرحمن خبريالانو ته وويل، د ايف سي ځواک عسکر به د ځانګړې روزنو وروسته پر پوله ماشومانو ته د پوليو وايرس پر ضد څاڅکې ورکوي.

پاکستان او افغانستان د نړی هغه يوازينې دوه هېوادونه دي چې پکې لا هم د پوليو وايرس شته.

XS
SM
MD
LG