د لاسرسي ځای

پاکستان دا وخت د خبریالانو لپاره په نړۍ کې یو له خطرناکو هېوادونو ګڼل شوی دی

په پاکستان پتېره په خېبر پښتونخوا او فاټا کې د خبريالانو وژلو له زیاتېدونکوپېښو وروستو د رسنيو نړيوال ملاتړادارې «انټرنېشنل مېډيا سپورټ» په مرسته به د دغه هېواد شپږ لوی پرېس کلبونه خوندي مرکزونه جوړېږي.

په دې اړه په یوه رابلل شوې غونډه کې د شپږو پرېس کلبونو [اسلام اباد، کراچۍ، لاهور، کوټې، پېښور او ډېره اسماعيل خان] خبریالانو ګډون کړی وو،د پرېکړې له مخې په لومړي پړاو کې به پینځه خوندي مرکزونه جوړېږي چې خبريالانو ته د ګواښونو ريکارډ ساتل کېږي او د هغه پر بنياد به خپله راتلونکې تګلاره ټاکي.

د پرېکړې د اهميت او ضرورت په اړه د ډېره اسماعيل خان پرېس کلب صدر احمدخان کامران مشال راډيو ته وويل: « په قبایلي او نيمه قبایلي سيمو کې له وړاندې خبريالانو ته ستونزې او ګواښونه دي نو ضروري ده چې دا هرڅه پر ریکارډ راوړو. او دغه محفوظ مرکزونه به د خبريالانو سره مالي او قانوني مرستې هم کوي»

احمد خان کامران زياته کړه چې خبريالانو ته ګواښونه نشي ختمېدلی خو له دې سره به د د دغه متاثره خبريالانو مرستې يقيني شي.

د پېښور پرېس کلب صدر سيد بخارشاه باچا بیا وايي، خبریالانو بیا بیا له دړکو او ګواښونو سره مخامخېږي، او د دې پېښو ټول ریکارډ لیکل ډېر ضروري دی.

«که داسې څه پېښې وي او په وخت باندې خپل ملګري يا متعلقه واکمن خبر کړل شي نو که په وخت څه ګام پورته کړی شي نو ځاني زيان کمېدی شي ۔ څو ورځې وړاندې زمان محسود يا دغه رنګ مخکې چې کوم خبريالان وژل شوي دي نو دوي ته د ډېر وخت راهسې دا ګواښونه وو خو بيا هم يا متعلقه واکمن نه دي خبر کړې شوي او يا دغه خبريالان نه دي پوهه کړی شوي ۔ وروستو که مونږ ډېرې مظاهرې وکړو نو هيڅ فائده نه لري))

د رسنيو نړيوال ملاتړادارې ددې ګام په اړه د کوټې پرېس کلب صدر شهزاده ذوالفقار وايي له دې سره کيدی شي چې يواځې پوهه راشي خو ضرورت د دې خبرې دی چې حکومت او قانون نافذوونکې ادارې د خبريالانو د ګواښونو او ستونزو هوارولو لپاره سنجيده هڅې وکړي.

((د آګاهۍ ترحده خو موثره ثابتېدی شي خو زياته ذمه واري د حکومت او رياست وي چې د خبريالانو د ساتنې لپاره ګامونه پورته کړي او که چرته داسې څه پېښه راځي نو چې د هغې پر ضد هم پوره او په وخت کارروائي وکړې شي))

د ياد وړ ده چې پاکستان دا وخت د نړۍ په هاغو هیوادونو کې شمیرلی شي کوم چې د خبریالانو دپاره خطرناک ګرځولی شوي دي ۔ د يو رپورټ ترمخه د کال دوه زره نه راپه دېخوا په پاکستان کښې يو سل او شپاړس خبريالان وژل شوي دي او د دوه زره نه زيات تښتول شوي، ژوبل کړل شوي يا نيول شوي دي

XS
SM
MD
LG