د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست نوي ښاروال په کار پیل وکړ


د خوست نوی ښاروال وايي، چې په ښاروالۍ کې د اصلاحاتو راوستل، د ظرفیتونو لوړول، د عوایدو په راټولو کې شفافیت، د ښار پراختیا او د نورو ادارو سره د همکارۍ د فضاء جوړول يې په کاري لومړیتوبونو کې دي.

د خوست نوی ښاروال وايي، چې په ښاروالۍ کې د اصلاحاتو راوستل، د ظرفیتونو لوړول، د عوایدو په راټولو کې شفافیت، د ښار پراختیا او د نورو ادارو سره د همکارۍ د فضاء جوړول يې په کاري لومړیتوبونو کې دي.

انجینر عبدالبصیر چې د پنجشنبې ورځې ناوخته د خوست د نوي ښاروال په توګه په یوه غونډه کې حکومتي مامورینو او قومي مشرانو ته وروپيژندل شو، په خپلو خبرو کې له ښاریانو وغوښتل، چې د ښاري خدمتونو په ښه کولو کې له ده سره مرسته وکړي:

((اول به اصلاحات راولو، اصلاحات د مامورینو د ظرفیت لوړونه او روزنه ده او که نتیجه يې ورنکړه، په خپل بست کې تبدیلي ده، دویم ښاروالي عواید لري او ژمنه مې داده چې په دې کې به شفافیت رامنځته کوم، بله برخه د ښار پراختیا ده، چې د والي صیب او ادارې په همکارۍ به ژمنه داوي، چې په ګډه به خوست ښار پراخوو، په ښار کې به نورو ادارو سره په همغږۍ پرمختیا ته دوام ورکوو.))

انجینر بصیر له دې دندې مخکې له پنځو کلونو راپدېخوا په خوست کې د ملي پیوستون د پروګرام سیمه ییز مشر وو، چې دوه ورځې وړاندې د ولسمشر د ۱۵۹۳ ګڼه حکم پر اساس د خوست ښاروال په توګه وټاکل شو.

د نوي ښاروال د پيژندنې غونډې ته خوست والي حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې وویل، چې د والیانو تر ګمارنې وروسته د ولسمشر له خوا د نویو ښاروالانو ګمارنې پیل شوي او د خوست نوی ښاروال هم په همدې سلسله کې ټاکل شوی دی.

خوست والي د پخواني ښاروال کرامت خان خپلواک کارونه او د ښاروالۍ د چارو د ښه والي له پاره د نوموړي هځې او کوښښونه وستایل او د یادې ادارې د کارونو د لا پرمختګ په مخکې يې یو شمېر ستونزې او نیمګړتیاوې یادې کړې:

((د کرامت خان خپلواک له هلو ځلو مننه کوم، په دې موده کې چې دلته دی ښاروال پاتې شوی دی، که څوک ووايي، چې په ښار کې دې په یو ځل تغیر راشي، مشکل ځکه وو، چې بودجوي ستونزې له یو طرف نه، ظرفیت له بل طرف نه، د نفوسو ازدهام او ډېروالۍ له بل طرف نه دا ټول هغه مشکل وو، چې په ښار کې یې په یو ځل د تغیراتو مخه نیوله، ولې ده بیا هم تر یوه حده د ښار د بهبود له پاره او د ښار د رغونې له پاره هلې ځلې کړې دي.))

بلخوا خوست ښاروال هم د پنجشنبې ورځې په سهار رسنیو سره په یوه خبري ناسته کې د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو یادونه وکړه.

خپلواک وویل سره له دې چې یو کال ښاروال وو، خو په دې موده کې يې د ښاریانو ستر ملاتړ او عملي همکاري ترلاسه کړې وه، په دې کال کې ۳۴ میلیونه افغانۍ عواید لوړ شوي ول، په اداره کې يې د فساد مخه نیولې وه او د ښار له پاره د ۲۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت څوارلس پروژې ډیزاین کړې وې، چې د مرکزي حکومت څخه تائید ته منتظر ول.

پخواني ښاروال وویل، چې د ده له ادارې سره د ځايي چارواکو له خوا پوره همکاري نه وه موجوده:

((سل میلیونه افغانۍ موږ به بانک کې لرو، سره له دې چې د وزیرانو شورا د مصوبې پر اساس ښاروال ځني صلاحیتونه لري، خو دا واکونه له موږه څخه اخیستل شوي دي، زموږ د وسایطو د شپږو، شپږو میاشتو لګښتونه نه دي اجراء شوي، دا کارونه دا مانا لري، چې باید پرمختګ په ښار کې رامنځته نه شي.))

پخواني ښاروال کرامت خان خپلواک وړاندې وویل، چې په تېر یو کال کې يې د ښار د پاکولو له پاره تر لسو پورې لوی حشرونه ترسره کړي، چې لسګونه زره ښاریانو په کې برخه اخیستې ده او د ښار د سمسورولو له پاره يې لکونه نوي نیالګي کینولي، چې د پرلپسې کنټرول او څارنې له کبله شنه شوي دي.

د یادونې وړ ده، خوست ښار چې تر شلو زرو ډېر دوکانونه لري، ښاروالي يې په مهمو عایداتي منابعو کې راځي، د دوکانونو ټکس، خدمات، ملکیتونه، اجارې او نور د ښاروالۍ هغه سرچینې دي، چې په تېر یو کال کې تر سلو میلیونو افغانیو ډېرې ورڅخه په لاس راغلي دي.

XS
SM
MD
LG