د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمېوال د شناختي کارډ جوړېدو ستونزې لري


منځنۍ کورمې جمیل مشال ریډیو ته وایي، په ډېره مشکله د پولیټیکل انتظاميې څخه فارم ترلاسه کولو پس د دوی شناختي کارډونه جوړېږی.

په کورمه کې ځایی خلک له حکومته غوښتنه کوي چې قامي شناختي کارډ په جوړېدو کې دې ورته اسانتیا پیدا کړي.

د دوی په خبره، په سیمه کې تر ډېرو مرحلو وروسته قامي شناختي کارډونه یې جوړیږي چې دا دوی لپاره د ستونزو ډک کار دی.

د منځنۍ کورمې جمیل مشال ریډیو ته وایي، په ډېره مشکله د پولیټیکل انتظاميې څخه فارم ترلاسه کولو پس د دوی شناختي کارډونه جوړېږی.

«ډېر غټ مشکل دی ځکه چې اول به د ملک دستخط کوي، بیا به پټواري ته ځې، محرر او تحصیلدار د ستخط نه پس په اخره کې به د مرستیال پولټیکل ایجنټ دستخط کیږی، په دغه عمل تر یوې اونې پورې وخت لګیږی. شناختي کارډ چې جوړا وې نو ورباندې د دوی ډیره خرچه راځي»

محمد یونس په نامه د صدې سیمې یو بل کس مشال ریډیو ته وویل، حکومت راته یو خوا وایی چې شناختي کارډونه جوړ کړې چې شناخت مو مالوم وی خو بل خوا د شناختي کارډ عمل له دومره د ستونزو ډک دې چې جوړول یې ګران وی.

«موږ ته شناختي کارډونه په جوړېدو کې دومره ستونزه دی لکه چې په یو خر وزن واچوې او بیا یې په غر ورښیجوې. موږ سره دغه شان سلوک کیږی، نو نه پوهیږی چې ثه وکړو»

فضل مولا په نامه یو ځایی مشر مشال ریډیو ته وایی، په ملک کې شناختي کارډ د جوړېدو لپاره چې کمه طریقه ده، هغه دې په قبایلی سیمو کې هم راوستلې شی ځکه قبایل هم د دې ملک اوسېدونکی دی.

((اوس خو یې نوره او ګرانه کړه ځکه چې د تصدیق لپاره به اوس هسپتال ته هم ځی، دلته کې شناختي کارډ جوړېدل یو مشکل کار دې. زه دا وایم چې سنګه په نورو ځایونو کې شناختي کارډونه جوړېږی، دغه شان طریقه زمه لپاره دې هم شی چې یو ۱۷ ګرید افسر یا مرستیال پولټیکل ایجنټ د تصدیق نه پس کارډونه راته جوړیږی))

مرستیال پولټیکل ایجنټ فضل قادر مشال ریډیو ته وایی، دلته کې اکثره دا خطره وی چې په غیر قانونی طریقې سره جعلی شناختي کارډونه جوړ شی نو ځکه دلته کې شناختي کارډونه د جوړولو عمل دومره سخت دې.

دې وایی، شناختي کارډ جوړول د سیمې هر یو وګړی بنیادی حق دې او زیاتوی چې په دیکې به چا ته هم تکلیف نه ورکول کیږی.

«نادرا محکمې لخوا فارم ورکولو پس مونږ د هغوی تصدیق کوو ځکه چې موږ کوشش وی چې څوک په غیر قانونی طریقې سره شناختي کارډ جوړ نه کړی. موږ چا ته تکلیف نه ورکوو خو چې کله داسې کیس مخې راشی چې هغه مشکوک وی نو موږ بیا هغه ګورو، په دې عمل باندې وخت ولګیږی خو دا د هر چا سره نه وی، یعنی په عمومی توګه دغه شان هیڅ خبره نشته»

مالومه دې وی چې په ملک کې ترهاګرې پیښې د زیاتېدو وروسته شناختي کارډونه د جوړېدو عمل نور هم سخت کړې شوېدې.

ثه موده وړاندې د شناختي کارډ قامي اداره د (( نادرا)) لخوا د هغو ملازمینو په ضد کاروایی شوې وه کمو چې جعلی شناختي کارډونه جاری کړی و.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG