د لاسرسي ځای

امریکا ته د روسي پناه غوښتونکو شمېره خېژي


دا پرله پسې درېيم کال دی چې له هغه راهيسې چې ولادمير پوټین د دريم ځل لپاره د روسيې ولسمشر شوی، د روسي وګړو امريکا ته د پناه وړلو درخواستونو شمېر مخ په زياتېدو دی.

د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې راپور

هغه روسي اتباع چې غواړي خپل هېواد پريږدي او په امريکا کې سياسي پناه واخلي، شمېر يې په تېرو دوو لسيز کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

د کريملين لخوا د روسيې پر سياست مضبوط ګرفت، د هغه هېواد په حکوتي ادارو کې د فساد شتون او د جنسي لږکيو پر ضد د حکومت توپيري چلند او د تاوترخوالي پېښې هغه څه دي چې کتونکي يې د روسي وګړيو امريکا ته د پناه وړلو د هڅو تر شا مهم لاملونه بولي.

د هغو شمېرو تر مخه چې د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې د امريکا د کورني امنيت له ادارې څخه تر لاسه کړي، سږ په ۲۰۱۵ م کال کې ۱۴۵۴ روسي اتباعو د امريکا حکومت ته په هغه هېواد کې د سياسي پناه اخيستلو لپاره درخواستونه ورکړي دي.

دا پرله پسې درېيم کال دی چې له هغه راهيسې چې ولادمير پوټین د دريم ځل لپاره د روسيې ولسمشر شوی، د روسي وګړو امريکا ته د پناه وړلو درخواستونو شمېر مخ په زياتېدو دی.

د کډوالۍ چارو امريکايي وکيلان وايي، ښايي دا له هغه وروسته وي چې روسي ولسمشر هغه لانجمن قانون لاسليک کړ چې هدف يې د هغه هېواد پر جنسي لږکيو يو لړ قدغنونه لګول وو.

د غربي هېوادونو حکومتونو د پوتین لخوا د دغه قانون لاسليکول غندلي دي او د بشر حقونو ډلو ويلي چې د ياد قانون په ترڅ کې د روسيې خلکو ته اجازه ورکړل شوې چې جنسي لږکي وځوروي.

خو پوټين بيا ويلي چې د ياد قانون يوازنی هدف د کوچنيانو ژغورل دي.

په امريکا کې له پناه غوښتونکيو روسي وګړو سره کار کوونکي ځينې فعالان بيا وايي چې له دوی څخه ډېری هغه هم دي چې د سياسي نظريو له وجې يې د روسيې فاسد چارواکي تنګوي او حتا د مرګ ګواښونه ورته کوي.

له هغې ورځې راهيسې چې پوټسن د روسيې ولسمشر جوړ شوی، نوموړي يو شمېر داسې پاليسۍ مخ ته راوړي چې ګڼل کيږي، په ترڅ کې يې نوموړی غواړي د کراملين پر سياست خپل کنټرول مضبوط کړي.

د يادولو وړ ده چې روسي وګړي تر هغه څو چنده زيات د سياسي پناه درخواستونه، چې امريکا ته يې ورکوي، د اروپايي ټولنې هېوادونو ته ليږي.

XS
SM
MD
LG