د لاسرسي ځای

امریکا د فاټا پرمختیا لپاره د درې اربه روپیو مرسته اعلان کړه


د فاټا وګړي وايي چې د دومره بهرنیو مرستو سره سره یې نه خو په سیمو کې حکومت یو څه ترقیاتي کارونه وکړل او نه پکې د کار روزګار موقعې پیدا شوې.

د امریکا حکومت د پاکستاني وفاقي حکومت تر انتظام لاندې قبایلي سیمو څخه د بې کوره کړل شوو خلکو خپلو سیمو ته د ستنولولپاره د څه باندې درې اربه روپيو چې درې کروړه ډالر جوړېږي مرسته اعلان کړې ده.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارتخانې لخوا په جاري شوې یوې خبرپاڼه کې وویل شوي دي چې د نړۍوال پرمختګ امریکايي ادارې ( یو اېس ایډ) لخوا ورکړل شوی دا پیسې به د سکولونو بیاودانولو، د روزګار موقعې موندل، کرهڼیزه طریقې بهترول او د زده کوونکو لپاره د وظیفو په ورکولو لګېږي.

د ذکر ده چې د تېرې میاشتې په یویشتمه (۲۱) نېټه نړیوال بانک د قبایلي سیمو د بې کوره کړل شوو خلکو د بیاودانۍ او ستنېدو لپاره د ۷ نیم کروړه ډالره امداد هم منظور کړی وو.

خو له قبایلي سیمو سره تعلق لرونکي خلک وايي چې د دومره بهرنیو مرستو سره سره یې نه خو په سیمو کې حکومت یو څه ترقیاتي کارونه وکړل او نه پکې د کار روزګار موقعې پیدا شوې.

د متاثرینو د قامي کمیټۍ صدر ملک نثار علي خان مشال راډیو ته وویل چې د نړۍ د نورو ملکونو لخوا چې د متاثرینو لپاره کومې پیسې ورلېږل شوې دې که حکومت دغه په صحیح توګه پر دوی لګولی نو نن به یې حالات داسې نه ول.

مشال راډیو چې کله د پاکستان واکمن مسلم لیګ ن له شمالي وزیرستانه منتخب د قامي اسمبلۍ غړي محمد نذیر نه وپوښتل چې متاثرین ګیله لري چې د دوی په نوم ورغلې مرستې یې پر پرمختیايي کارونو نه لګېږي نو د یو منتخب غړي په توګه یې په دې لړ کې څه ګامونه پورته کړي دي؟

په ځواب کې محمد نذیر وايي، «په هر ډګر یې دا غږ پورته کړی دی چې د متاثرینو په نوم چې کومې پیسې راځي نو هغه دې صرف پر دوی ولګېږي»

د یادونې ده چې تر دې وړاندې چین هم د روان کال جولايي میاشت کې پاکستان ته د فاټا د بې کوره کړل شوو خلکو د بحالۍ لپاره څه باندې یو ارب ډالر مرسته کړې وه.

XS
SM
MD
LG