د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن د بلدیاتي انتخاباتو بل پړاو ستونزې هواروي


د پاکستان انتخاباتي کمېشن اړونده چارواکو ته ویلي چې په پنجاب او سېند کې د بلدیاتي انتخاباتو د راتلونکي پړاو په لار کې خنډونه او ستونزې په سمدستي توګه ختمې کړي.

د چارشنبې پر ورځ د انتخاباتي کمېشن مشر جسټس سردار محمد رضا خان په مشرۍ د بلدیاتي انتخاباتو په لومړي پړاو کې پر نیمګړتیاو بحث وشو او وروسته په خپور شوي بیان کې وویل شول چې د راتلونکي پړاو لپاره شویو تیاریانو ته بیا کتنه وشوه.

انتخاباتي کمېشن زیاتوي، په پنجاب او سېند کې د بلدیاتي انتخاباتو دویم پړاو به د روانې میاشتې پر ۱۹مه تر سره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG