د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور کې یوه کارخانه نړېدلې، ۲۰ کارګران مړه


دا پېښه د زيارت په شپه هغه وخت مخې ته راغله کله چې په څلورم چت د ودانۍ کار روان وو او ټوله وداني راوغورځېده

د چارشنبې د پنجاب سرښار لاهور سندر صنعتي سټېټ کې د يوې کارخانې څلورم چت له راپرېوتو لږ ترلږه شل کسان وژل شوي او تر کنډکپرو لاندې ښکېلو کسانو د راوېستو لپاره امدادي هلې ځلې روانې دي.

د لاهور ولس ساتنې «سول ډيفنس» ضلعي مشر قاري عالم شېر مشال راډيو ته وويل چې ودانۍ ډېره لويه ده، څلورو واړو اړخونو ته درزونه هم راغلي، تر اوسه د شلو کسانو مړي راويستل شوي او نورې امدادي کارروايانې روانې دي.

د ده په وينا چې تر راپرېوتې ملبې لاندې د خلکو موندلو لپاره د پاکستاني پوځ ولس ساتنې ډله، ريسکيو يو يو دوه دوه، ايدي فاؤنډېشن او د پوليس پشمول ټولې ضلعي او صوبايي ادارې موجود دي.

د لاهور ضلعي انتظاميې سينيېر غړي عمران مقبول مشال راډيو ته وويل چې د لاهور ډپټي کمشنر له پرون راهسې د ټولې کارروايي مشري کوي او تر څو چې د ملبې لاندې موجود ټول وګړي راويستل شوي نه وي تر هغي به ريسکيو عمليات روان دي

د دۀ په وېنا چې تر دې دمه اووه نوي کسان بچ کړل شوي دي او د پينځلسو نه زيات کسانو د مرګ تصديق شوی ، عمران مقبول د مړو يا ژوبلو د حتمي شمېرې په اړه ئې ووئيل چې تر څو ټول عمليات سر ته نه وي رسېدلي تر هغي حتمي شمېره مخې ته نه شي راتلې

د يادونې وړ دۀ چې دا پېښه د زيارت په شپه هغه وخت مخې ته راغله کله چې په څلورم چت د ودانۍ کار روان وو او ټوله وداني راوغورځېده

دې سره سره د لاهور د ضلعي انتظاميې د مشر کيپټن عثمان په وېنا د پېښې ژوبل کسان شريف ميډيکل کمپلېکس او جنرل جناح هسپتال ته د علاج لپاره وړل شوي دي چرته چې د هغوي علاج روان دی

بل اړخ ته د پنجاب اعلا وزير شهبازشريف په پېښه کې د مړو کسانو لپاره د پينځه پينځه لکهه روپو اعلان کړی او زر تر زره ئې د اعلا چارواکو نه راپور غوښتی دی

XS
SM
MD
LG