د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ښايي روسۍ الوتکه په بم الوځول شوې وي"


روسۍ الوتکه مېټروجېټ ایېربس اې ۳۲۱ چې د مصر ټاپووزمه سینا کې د کتوبر پر ۲۰مه نېټه پرېوتله
روسۍ الوتکه مېټروجېټ ایېربس اې ۳۲۱ چې د مصر ټاپووزمه سینا کې د کتوبر پر ۲۰مه نېټه پرېوتله

"ښکاره احساس کېږي چې د الوتکې د سامان ایښودو یا په بل ځای کې چوونکي مواد ایښودل شوي ول."

امریکايي او اروپايي امنیتي سرچینې وايي، شواهد ښيي چې د مصر په ټاپووزمه سینا کې د روسۍ الوتکې پرېوتو لامل ښايي د اسلامي دولت وسله والې ډلې ايښودل شوی بم وي.

یوه امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی تېره شپه سي اېن اېن ټيليوژن ته وویل، ((ښکاره احساس کېږي چې د الوتکې د سامان ایښودو یا په بل ځای کې چوونکي مواد ایښودل شوي ول.))

امریکايي چارواکي وايي، ثبتو شویو ټیليفوني اړیکو دوی دې ابتدايي نتیجې ته رسولي دي چې په سینا سیمه کې له اسلامي دولت ډلې سره تړلو وسله والو ښايي په الوتکه کې بم ایښی وي. که د دې خبرې تصدیق وشي نو دا به پر مساپر وړونکې الوتکې د اسلامي دولت وسله والې ډلې لومړی بمي برید وي.

استخباراتي شنونکي دا باور نه لري چې د دې عملیاتو امر د شام په رقا سیمه کې د اسلامي دولت ډلې ورکړی وي. البته دوی باور لري چې د برید پلان او تطبیق په سینا کې له یادې ډلې سره تړلو وسله والو کړی چې په خپلو فعالیتونو کې ازاده دي.

دې ډلې د شنبې یا خالي له ورځې راهیسې بیا بیا د میټروجېټ ایربس الوتکې په پرېوتو کې د لاس لرلو دعوه کړې چې له ځمکې ۳۱۰۰۰ فټه لوړه وچاودېده او پکې سپاره ټول ۲۲۴ کسان ووژل شول.

دې وسله والې ډلې تېره ورځ هم په یوه بیان کې وویل چې د الوتکې پرېوتو پېښه د دوی له خوا له اسلامي دولت ډلې سره د وفادارۍ اعلان له کلیزې سره سمون خوري.

XS
SM
MD
LG