د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ملي پارک په جوړیدو دی


د خوست ښار د ازادۍ مینې په سیمه کې د ملي پارک پروژه چې یو نیم کال وړاندې يې ودانیزې چارې پیل شوې وې، اوسمهال يې کارونه په بشپړیدو دي.

د خوست ښار د ازادۍ مینې په سیمه کې د ملي پارک پروژه چې یو نیم کال وړاندې يې ودانیزې چارې پیل شوې وې، اوسمهال يې کارونه په بشپړیدو دي.

د خوست ملي پارک د افغانستان د سویل ختیځ زون په ولایتونو کې تر ټولو لوی او معیاري پارک دی، چې په پنځوس جریبه ځمکه کې د مخدره توکو پر ضد وزارت له بودجې څخه د خواوشا یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړیږي.

په تېره یوه لسیزه کې د خوست ښار په بیلابیلو سیمو کې د استوګنې د کورونو پنځه لويې پروژې عملي شوي، چې له کبله يې په دې پروژو کې په زرګونو نوي کورونه اباد شوي او په دې ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده.

په دې ښار کې هم د افغانستان د نورو سیمو په شان د تفریحي پارکونو او د لوبو د میدانونو د کمښت ستونزه پر خپل ځای ده او خلک په وزګارو وختونو کې د تفریح له پاره مناسب پارکونه، تفریحګاوې او د لوبو لازم میدانونه نه لري، نو له همدې کبله سیمه وال په ځانګړي ډول ځوان کهول په خپلو غوښتونو کې تل د تفریحي پارکونو او د لوبو د میدانونو یادونه کوي.

همدې اړتیاوو ته په کتو د خوست ښار د پروژې باغ په سیمه کې چې د ښار په مرکزي سیمو کې راځي، یو نسبتاً پراخ او مجهرز پارک په جوړیدو دی.

د پارک د ودانیز شرکت مسوول انجینر یاسین وايي، چې دا پارک د سویل ختیز زون په کچه نسبتاً پراخ او مجهز پارک دی، چې په یو وار د زرګونو کسانو د تفریح او سیاحت ظرفیت لري:

((د زون په کچه يې د نورو پارکونو سره یو د مساحت له مخې توپیر دی، ځکه دا ډېر لوی دی، دویم دا چې په دې پارک کې د اوبو او برښنا ډېر کمپلیټ سیستم په کې دی، بل دا د پارک ټوله پنځوس جریبه ساحه له سړکونو او ودانیو پرته نور ټول چمن دی، کانکریټي چوکۍ او میزونه يې د نورو پارکونو سره جوت توپیر دی.))

انجینر یاسین د خوست د ملي پارک اسانتیاوې او امکانات داسې ښيي:

((په دې پارک کې د کریکټ میدان دی، د فوټبال، والیبال او باسکټبال میدانونه په کې دي، ده په کې د ماشومانو د تفریح پارکونه دي، چې د ماشومانو له پاره په کې د لوبو سامانونه لګیږي، تقریباً دوه نیم کیلومتره په کې کانکریټي سړکونه او پیاده رونه په کې دي، یو جومات په کې دی، څلور د ابو د فاورو والا حوضونه یا ډنډونکي په کې دي، هوټل په کې دی او سمټي چپرې، چوکۍ او میزونه په کې دي.))

په خوست کې د مخدره توکو پر ضد ادارې مشر میرناګل تڼیوال هم وايي، چې دوی ته له اتو کالونو راهیسې هر کال د اړوند وزارت څخه ځکه یو میلیون ډالره د بیارغونې د کارونو له پاره ورکول کیږي، چې په خوست کې د کوکنارو کر صفر دی.

بلخوا د شهزالله په نوم د جي پي ای ادارې یو تن انجینر وايي، چې اوسمهال د خوست ښار ګڼه ګوڼه زیاته شوې او ځوانان هم د ورځې تر ناوخته ګرځي او په ځنو تفریحي کارونو بوخت وي، خو دې ځای کمی يې وو، چې د ملي پارک په جوړیدو سره به دا کمي ختمه شي:

((دلته تر وظیفو وروسته خلک او ځوانان د ورځې تر ناوخته ګرځي، خو ستونزه په ښار کې د یو معیاري او لوی پارک نه شتون وو، چې انشاالله د ملي پارک په بشپړیدو سره به زرګونه خوستوال او کورنۍ به له دې استفاده کوي او ورته راځي به، او د تفریح وخت به په ملي پارک کې تیروي.))

د یادونې وړ ده د مخدره توکو پر ضد وزارت او د GPI ادارې له خوا د همدې بودجې نه، پخوا هم په خوست کې یو شمېر ټولګټې پروژې پلي شوي دي، چې خلک يې ګټورې بولي او غوښتنه کوي، چې په ورته توګه باید په یاد ولایت کې نورې ټولګټې او اساسي پروژې پلي شي.

XS
SM
MD
LG