د لاسرسي ځای

د وزیرستان مشران: حکومت دې پر کډوالو بندې مرستې خلاصې کړي


د شمالي وزیرستان قبایلي مشرانو له حکومته غوښتنه کړې چې پر کډوالو بندې مرستې دې بیا خلاصې کړي.

دا غوښتنه د شمالي وزیرستان شوې، سپینوام، رزمک، ګړیوم او دوسلي سیمو مشرانو د سېشنبې پر ورځ په بنو کې د جرګې پر مهال وکړه.

یوه مشر شېر محمد تر جرګې وروسته مشال راډيو ته وویل، چارواکو ورسره ژمنه کړې وه چې د قبایلو تر پوره بحالۍ به ورته مرستې ورکوي.

د پولیټیکل انتظامیې چارواکو مشال راډیو ته وویل، د یادو پینځو سیمو د مرستو په اړه یې په قبایلي سیمو کې د طبیعې ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې ته فارمونه استولي دي، خو هغه اداره وايي، انتظامیې ورڅخه کاغذونه بیرته اخیستې.

XS
SM
MD
LG