د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم نواز شریف د راهدارۍ لویدیځې لارې جوړولو امر وکړ


د چین ـــ پاکستان ترمنځ د بیلیونو ډالرو په ارزښت د اقتصادي راهدارۍ تړون له مخې به له کاشغره تر ګوادره لویې لارې جوړېږي چې پکې لویدیځه لاره د پښتنو او بلوڅانو پر خاوره تېرېږي.

د نهې په ورځ د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د پاکستان او چین ترمینځه د غځېدونکې اقتصادي راهدارۍ لويدیځې لارې زر تر زره بشپړولو او د ځمکې د اخیستو عمل پیل کولو لپاره اعلا چاوراکو ته امر شوی دی.

وزیر اعظم نواز شریف
وزیر اعظم نواز شریف

په وزیراعظم کور اسلام اباد کې یوې لوړ کچې غونډې ښاغلي شریف دا هم وویل چې د لویدیځې لارې ځمکې اخیستو لپاره دې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان له حکومتونو سره رابطه وکړل شي او له اوسه دې کار پرې پیل شي.

یاده دې وي چې د وفاقي حکومت له اړخه د پاکستان او چین ترمینځه د راهدارۍ لویدیځې لارې لپاره په کلنۍ پرمختیایي منصوبه کې پانګه هم ځانګړې شوې ده.

بلخوا د پاکستان سرکاري ایجنسۍ اې پي پي وایي، چې له لاهوره تر عبدالحکیم موټر وې او له ژوبه تر د مشاکوټ موټر وې بنسټیزه تیږه به روانه میاشت ایښودل کیږي.

د پښتونخوا معپ یو مرکزي مشر عبدالروف
د پښتونخوا معپ یو مرکزي مشر عبدالروف

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي او پخواني سېنېټر عبدالرووف د راهدارۍ لویدیځې لاره باندې د وزیراعظم اوسني هدایاتو په اړه د وزیراعظم د هدایاتو هرکلی وکړ او وايي، که پر پخوانۍ لار عملي کار وشو نو دا به د وزیراعظم نواز شریف د بلوچستان له ولس سره ښېګړه وي.

،، میا صیب ته پکار ده چې یوازې د سړک جوړولو خبره ونکړي بلکې ورسره یو اقتصادي زون اعلان هم وکړي نو دا به د وزیراعظم نواز شریف له پښتنو او بلوڅانو سره په صحیح معنا یوه ښېګړه وي او له شپږ شپېته کاله راهیسې د ولس محروميانې به له دې سره ختمې شي،،

د عوامي نېشنل پارټۍ ویاند زاهد خان
د عوامي نېشنل پارټۍ ویاند زاهد خان

خو د عوامي نېشنل ګوند ویاند او پخوانی سېنېټر زاهد خان وایي چې حکومت د مغربي لارې پحقله د عملي کار پر ځای له بیانونوکار اخلي.

«له بده مرغه موجوده حکومت اخباري بیانات ورکوي خو چې موږ ته له ننه پنځه میاشتې مخکې وفاقي وزیر احسن اقبال بریفینګ راکړ او هاغه دا ویل چې په ۲۰۱۶ م کال کې به موږ درته دا سړک بشپړوونو دا دی ۲۰۱۵م کال په ختمیدو دی او د سړک لپاره کار ونکړل شو. موږ په دې خبرو بېخې نه غلطېږو، عوامي نېشنل ګوند همېشه د وړو صوبو د حقونو اواز اوچت کړی دی او د غریب ولس لپاره به موږخپل جدوجهد کوو»

د ذکره ده د پاکستان او چین ترمینځه د اقتصادي راهدارۍ لویدیخې لارې په اړه د عوامي نېشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا اعتراضات مخې ته راغلي ول چې حکومت په لویدیځه لاره چې د پښتنو پر خاوره تېرېږي بدلون کړی دی خو حکومت د دوی اعتراضات رد کړې وې او ویل به یې چې بدلون نه دی پکې شوې.

یاده دې وي چې د روان کال په اپرېل میاشت کې د چین ولسمشر د اسلام اباد د دورې پر موقع د دواړو ملکونو ترمینځ تر پنځه څلوېښت اربه ډالرو زیات په مالي لګښت یو تړون لاسلیک کړی دی چې پکې ډېری یې د توانایې او انفراسټرکچر په اړه دې.

XS
SM
MD
LG