د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: په ۳۵۲ زلزله ځپلو کورنيو مرستې وويشل شوې


د لغمان ولایت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک د چارشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل:
د لغمان د والي جبار نعيمي په لارښوونه د سیشنبې پهورځ له غرمې وروسته د دغه ولایت د اضطرار کميټې په همغږۍ د خوراک نړيوال سازمان ډبيلو، ايف پي په مرسته د لغمان په مرکز مهترلام سربيره په الیشنګ او الینګار ولسواليو کې په ۳۵۲ زلزله ځپلو کورنيو خوارکي او غير خوراکي توکي وويشل:

سرحدي ځواک وايي چې په دغه مرستو کې غوري، اوړه، دال او ځينې نور د اړتیا وړ توکي او په غير غذايي توکو کې خېمې، ترپالونه، کمپلې او د اشپزخانې لوازمات شامل وو.

سرحدي ځواک وايي، د اکتوبر په ۲۶ مه نيټه چې د افغانستان په یو شمير ولایتونو کې زلزله راغلې وه، د وروستيو معلوماتو په بنیاد په لغمان کې يې اوه تنه مړه کړي وو، ۲۵ تنه يې ټپیان کړي وو او ۸۱۷ کورونه يې تخریب او زیانمن کړي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG