د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي سیمو کې یخ او واورو زلزله ځپلي کړولي دي


په چترال ضلع او ګلګت بلتستان کې د بارونونو او واوره وریدو له کبله لارې بندې شوې چې د زلزلې متاثرینو په مشکلاتو کې یې اضافه کړې ده.

د چترال ضلعې یو امدادي غړي لیوک رحمت مشال راډیو ته دې لړ کې وویل چې د واوره وریدو له وجې لواري ټنل بند شوې دې او مسافران او ګاړې په ځایې ولاړ دي.

ده زیاته کړه چې حکومت او مرستندویه ادارو لخوا د زلزلې متاثرینو سره امداد روان د ې خو د موسم بدلون له وجې لرې پرتو سیمو کې امدادي هلې ځلې د مشکلاتو ښکار دي.

د ده په وینا چې یخ موسم لپاره په چترال ضلع کې طبي سهولیات هم ناکافي دې.

دې وایې ،، په کیلاش سیمه کې واوره وریدو نه پس چې کومه لاره په عارضي توګه وازه کړل شوې ده نو هغه خطرناکه ده او اوس به نوره واوره او بارانونه هم کیږي نو متاثرینو ته راشن او امداد رسولو کې مشکلات نور هم سیوا کیدې شي او لارې بیا د بندیدو ویره موجوده ده. د ضلعې انتظامیې لخوا ویلې شویدې چې خوراکونه د مخکې نه ځان سره کیدې نو دا خو د مسلې حل نه دې. باید چې لارې هوارې کړې شي چې سامانونه لرې پرتو سیمو ته اورسول شي،،

بلخوا ګلګت بلتستان کې هم د واورې وریدو سلسله شروع شوې ده.

د زلزلې نه زیاتې متاثره ضلعې شانګله کې هم د بارونو لړې شوې ده.

هم دې لړ کې د یادې ضلعې یو مقامي خبریال فضل ربي وایې چې په شانګله کې پنځه اویه فیصده داسي خلک چې په غرونو کې اوسیږي ، ورته تر اوسه پورې لا امداد نه دې رسیدلې.

د ده په وینا چې شانګله کې یخوالې په زیاتیدو دې او د غرونو اوسیدونکې د حکومت نه غوښتنه کوي چې ورته امداد اورسول شي او ماشومان د یخ موسم د اثراتو نه بچ کړې شي.

،، شانګله یوه غریزه سیمه ده او ډیر خلک په غرونو کې ژوند کوي. په دې کې اوس هم داسي علاقې دې چې هغې ته امداد نه دې رسیدلې او اوس چې کومه د بارانونو لړې شروع شوې ده نو دا به نور مشکلات هم سیوا کړې،،

د زلزې نه متاثره علاقو کې امدادي هلو ځلو په اړه د پاکستان د قدرتي افتونو سره د مبارزې قومي ادارې ویاند احمد کمال تسلمیوي چې ځنې علاقو پورې د حکومت رسایې نه ده ممکنه شوې.

ده زیاته کړه چې د خراب موسم یا مشکله لارو په صورت کې موږ د الوتکو په ذریعه امداد رسوو.

،، ګورې موږ سره درې سی ون ترټي الوتکې او اته هیليکاپټرې دي چې پکې له دې علاوه د منشیاتو او د داخله وزارت څلور هیليکاپټرې هم شاملې دې نو د ځمکنې امداد علاوه زموږ فضایې امداد هم روان دي او هاغه لېرې پرتو سیمو ته چې زموږ د ډلو رسایې ممکنه نه وي نو هغه موږ په دې ذریعه کوو،،

د پاکستان د قدروتي افتونو سره د مبارزې ادارې په وینا چې د موسمیاتو محکمې په دې اونې کې د نورو بارانونو او د واورې وریدو پیشن ګویي کړې ده او په دې لړ کې یې متعلقه محکمو ته ضروري اقدامات اوچتولو په اړه هدایات هم جاري کړې دي.

XS
SM
MD
LG