د لاسرسي ځای

په افغانستان کې سره صلیب د بشري مرستو رسولو چارې پراخې کړي


د سره صلیب د نړیوالې کمیټې یو لوړ رتبه چارواکې وايي په افغانستان کې يې د بشري مرستو د رسولو چارې پراخه کړي دي.

د دې کمیټې عملیاتي مشر دومنیک سټیل هارت د دوشنبې پر ورځ له یوې خبري اژانس سره په مرکه کې وویل له بده مرغه د افغانستان شخړه یو ځل بیا پراخه شوې او همدې ته په پام سره د سره صلیب مرستو ته د خلکو اړتیا زیاته شوې ده.

دومینک سټیل هارت ویلي د افغانستان هغو سمیو ته چي وروستیو نا امنیو ځپلي زیاته پاملرنه کوي.د سره صلیب نړیواله کمیټي د جګړې په حالت کې له ټپیانو سره د مرستې،د قېدیانو په چارو کې د همکارۍ په ګډون په مختلفو بشري برخو کې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG