د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کېري د ترهګرۍ ډلو پرضد د قزاق ولسمشر هڅې وستایلې


د امریکا د خارجه چارو وزیر جان کیري د ترهه ګرۍ پرضد مبارزه کې د قزاقستان د ولسمشر نورسلطان نظرباییف مشري وستایله خو دا يې هم وویل چې پکاردي د ترهه ګرۍ د خطر په نوم جمهوریت او مخالیفین ونه ځورول شي.

نوموړي دا څرګندونې د منځنۍ ایشیاء د پخواني شوروي هېوادونو د دورې پر مهال د دوشبنې پر ورځ په دریم پړاو کې د کازکستان د سفر په وخت وکړې.

کېري وویل امریکا د افغانستان په ګاوڼد کې له اکثریتي مسلمانانو هېوادنو سره ښه تعلقات ساتل غواړي خو په دې انديښنه لري چې د مدني ټولنې خلاف ګامونه صرف سخت دریځي سېوا کوي.

جان کېري د ملاقات پرمهال نظرباییف ته وویل چې د ایټمي پروګرام د نه خوریدو د ملاتړ، د پرتشدد سخت دریځۍ خلاف ګامونو، له افغانستان سره د تعاون او د داعش ضد مبارزې لوجې ولسمشر اوباما ستا ډېر منندویه دې.

نوموړي زیاته کړې چې د قزاقستان او امریکا د امنیت په برخه کې سنجیده ګډ مفادات لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG