د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سلارزو ملک محمد یونس په بمي چاودنه کې ووژل شو


د قبایلي سیمې باجوړ ایجنسۍ ملک محمد یونس په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی او د هغه دوه ماشومان زامن اعجاز او حضرت نورټپیان شوي دي.

۶۵ کلن محمد یونس د تلايي سیمې سلارزو ملک وو چې نن سهار له کوره په خپل ګاډي کې د عوامي نېشنل ګوند د پخواني مشر او د اشاړو سوات اوسېدونکي افضل خان لالا دعا ته په لاره وو چې له ګلو شاه سلارزو سره یې پر ګاډي چاودنه وشوه.


سرکاري انتظامیې د دغه پېښې پخلی کړی دی خو پر هغه د برید ذمه واري لا هېچا نه ده منلې.

یاده دی وی چی په باجوړ کې له څه مودې راهیسې حکومت پلوه ملکانان, د امنیتي لښکرو مشران او عسکري ځواکونه په نخښه کېږي چې د زیاتره پیښو مسولیت یې وسله وال طالبان پرغاړه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG