د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان طالبانو بېلې ډلې ملا محمد رسول خپل مشر وټاکلو


ملا محمد رسول د هرات اوسېدونکی دی. هغه د طالب رژیم مهال د فراه والي هم پاتې شوی وو. د طالب رژیم نسکورېدو پس نوموړی د طالب مشرانو شورا غړی وو

رویټرز خبري اژانس د وشنبې ورځ د دوو یاغي قومندانو په حواله لیکلي، چې د افغان طالبانو بېلې شوې وسله والې ډلې ځان ته خپل مشر ټاکلی دی چې د وسله والو طالبانو مشر ملا منصور وننګوي.

اژانس پرمخ لیکي چې له دغه نوي پرمختګ سره ښايي د سولې خبرو په ټپه ولاړ حالت نوی خوځښت ومومي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او د افغان دولت پر وړاندې جنګېدونکي ووسله وال طالبان اله له کړکېچ سره مخامخ شول چې په جولایي میاشت کې یې د خپل اوږدمهالي مشر ملا محمد عمر د مرګ خبر په ډاګه شو.

کله چې طالبانو ملا منصور د خپل مشر په توګه وټاکلو نو له دې سره په وسله والو کې خپلمنځی اختلاف رامنځ ته شو چې اوس یې بېلې شوې ډلې ملا محمد رسول خپل نوی مشر کړ.

اژانس ته په خبرو کې د دغې ډلې یوه قومندان ویلي چې دوی به د منصور له جګړه مارو سره جنګ نه کوي بلکې خپل ټول پام یې خپلو پخوانیو دښمنانو ته متمرکز دی.

سرچینې وايي، ملا منصور دادالله او او شېر محمد منصور د ملا ا اختر محمد رسول د لومړي او دویم مرستیال په توګه ګمارل شوي دي.

دغه بېله ډله چې خپلځان د «افغانستان اسلامي امارات لوړه شورا» بولي، سرچینو یې ویلي، د خپلو ګمارنو ویډيو یې هم په افغانستان کې کښلې او ډېره ژر به یې له رسنیو سره شریکه کړي.

ملا محمد رسول د هرات اوسېدونکی دی. هغه د طالب رژیم مهال د فراه والي هم پاتې شوی وو. د طالب رژیم نسکورېدو پس نوموړی د طالب مشرانو شورا غړی وو او د سرچینو له مخې ډېره پېژندلې څهره نه یادېږي.

XS
SM
MD
LG