د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له خېبر پښتونخوا سره د فاټا ګډون به پرمختګ راوړي'


د جماعت اسلامي امیر سیراج الحق
د جماعت اسلامي امیر سیراج الحق

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو غړیو په قامي اسمبلۍ کې د فاټا منتخبپارلماني غړیو د ۲۲ ایني ترمیمي بل ملاتړ ښودلی او له مرکزي حکومته یې غوښتنه کړې چې قبایلي سیمې دې د خیبر پښتونخوا برخه وګرځول شي.

د ګل په ورځ په اسلام آباد کې د جماعت اسلامي تر سیوري لاندې د یوې ټول ګوندیزې غونډې په پای کې په یوه خپره شوې ګډه اعلامییه کې له حکومته غوښتنه شوې ده چې قبایلي سیمې دې د خېبر پښتونخوا برخه ګرځولو سره به نه یوازې د فاټا ولس ته په صوبایي اسمبلۍ کې استازیتوب ترلاسه شي بلکې د های کورټ، سپریم کورټ او پارلمان واکداري به تر قبایلي سیمو وغځول شي او ولس ته به یې بنیادي حقونه هم ترلاسه شي.

په ګډه اعلامییه کې راغلي، په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو له لاسه په لاکونو خلکو خپلې سیمې پرېښودي دي نو حکومت ته پکار ده چې نه یوازې بې کوره کړل شوي کډوال په عزت سره خپلو سیمو ته ولېږي بلکې د دوی د بیا ودانۍ او ترقۍ لپاره دې د ۵۰۰ اربه روپو مالیاتي مرستندویه پېکېچ هم اعلان کړي.

د کنفرانس په پای کې د جماعت اسلامي امیر سراج الحق مشال ریډیو ته وویل چې د دې ټول ګوندیز کنفرنس موخه له قبایلو سره پیوستون ښودل دی.

د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاو په وینا چې د فاټا په خیبر پښتونخوا کې د شاملولو لپاره په قامي اسمبلۍ کې د وړاندې کړل شوي بل حمایت کوي.

د پاکستان پیپلز پارټۍ پخواني د قامي اسمبلۍ غړي او قبایلي سیاسي اتحاد مشر اخونزاده چټان مشال ریډیو ته وویل چې دی د کنفرانس له لارې مسلم لیګ ن ته خواست کوي چې د بل منظورولو کې دې مرسته وکړي.

خو د حکمران ګوند مسلم لیګ ن سېنېټر اقبال ظفر جګړا وایي چې ګوند یې د بل هرکلی کوي خو دا یوه حساسه معامله ده چې پکې له تندۍ کار نه دی اخستل پکار.

د یادونې ده چې په ټول ګوندیز کنفرنس کې له جماعت اسلامي علاوه عوامي نېشنل ګوند، پاکستان تحریک انصاف، جمیعت علماء اسلام، پاکستان مسلم لیګ ق، نېشنل پارټۍ، متحده قامي مومنټ، قامي وطن پارټۍ، پاکستان پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ ن پشمول د فاټا منتخب پارلماني غړو هم ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG