د لاسرسي ځای

کېري او کریموف د افغانستان او منځنۍ اسیا پر امنیت ږغېدلي


د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري له ولسمشر اسلام کریموف سره په لرغوني ښار سمرقند کې د لیدو مهال

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري له ولسمشر اسلام کریموف سره په لرغوني ښار سمرقند کې د لیدو مهال

کېري منځنۍ اسیا ته د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې د ازبکستان له ولسمشر اسلام کریموف سره وکتل.

د امریکا بهرنیوچارو وزیر منځنۍ اسیا ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون «اتوار ورځ» د ازبکستان له ولسمشر سره په کتنه کې د افغانستان او منځنۍ اسیا پر امنیت خبرې وکړې.

جان کېري له ولسمشر اسلام کریموف سره په لرغوني ښار سمرقند کې د کتنې پرمهال وویل چې دی د افغانستان امنیت په برخه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو په اندېښنو کې ځان شریک بولي او پر هغو ستونزو خبر دی چې د تندلارو ډلو؛ پتېره د اسلامي دولت ډلې او القاعده شبکې پرضد د مبارزې په وړاندې شته:

"پوهېږو چې د افغانستان په اړه ستاسو اندېښنې هغه دي چې موږ هم ځان په کې شریک بولو. دا د افغانستان ثبات، په دې بهیر کې د ټولو متحدانو پاته کېدو؛ د ثبات ټینګښت لپاره په مبارزه کې د هغوی د مرستې او مذهبي افراطیت د ستونزې په اړه اندېښنې دي."

کېري منځنۍ اسیا ته د څلور ورځني سفر په ترڅ کې د دې سیمې د پنځو هېوادونو- ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قرغیزستان او قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر غونډې وړاندې له کریموف سره وکتل.

د دې غونډې هدف د تندلارو اسلامپالو پرضد د واشنګټن له خوا د مبارزې د دوام ډاډ بلل شوی. له دې غونډې وروسته په یوه ګډ بیان کې د خپلواک هېواد په توګه د افغانستان له ودې او د ګډ سرحد په اوږدو کې د ترهه ګرۍ پرضد د کابل له مبارزې سره ملاتړ په ډاګه شوی دی.

بیان زیاتوي چې د یوه خپلواک او سوله ییز هېواد په توګه د افغانستان پرمختګ د سیمې د امنیت او ثبات لپاره مهم دی او زیاتوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه به له بهره د ترهه ګرو د ګواښ مخنیوي لپاره په خپلو کې همکاري زیاتوي.

ازبکستان که څه هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت د راپورونو پر بنسټ د بشري حقونو ښه سابقه نه لري؛ خو په تېره یوه نیمه لسیزه کې یې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړېوال ایتلاف له عملیاتو سره په لوژستیکي برخه کې د یوه ډاډمن ستراتیژیک متحد په توګه مرسته کړې ده.

امریکا پر منځنۍ اسیا په داسې حال کې تمرکز کوي چې روسیې په منځنۍ اسیا کې د افغانستان له خاورې د اسلامي دولت ډلې د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی.

روسیې ویلي دي چې د داعش وسله وال د افغانستان له خاورې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د نفوذ هڅه کوي. مسکو همداراز داسې نښې نښانې هم ښودلي چې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د خپل پوځي شتون پیاوړي کولو په وسیله به د دې ګواښ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG