د لاسرسي ځای

تازه خبر

"روسۍ الوتکه په هوا کې ټوټې شوې وه"


مصز: د روسۍ نسکورې الوتکې پاتېشوني
مصز: د روسۍ نسکورې الوتکې پاتېشوني

د مصر امنیتي چارواکي وايي، هېڅ نښې نښانې نشته چې د روسیې مساپر الوتکې او یا په هغې کې چاودنه ثابته کړي.

په مصر کې د روسۍ مساپر الوتکې د نسکورېدلو پلټنې روانې دي، او هلته بیا په روس کې پرون د اتوار پر ورځ د هغې غمېزي له قربانیانو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ غونډې وشوې.

د اتوار ورځ د روسیېملکي هوايي چلند د دولتي کمیټۍ مشر ویکټرسوروچینکو وویل؛ له شواهدو ښکاري چې الوتکه په هوا کې ټوټې - ټوټې شوې او دا ټوټې یې د سینا ټاپو وزمې په یوه پراخه سیمه کې راپرېوتې دي؛ خو سوروچینکو زیاته کړه د هغې غمیزې څرنګوالي په اړه خبرې کول تر وخت مخکې دي.

د روسیې کوګالیماویا هوايي شرکت ایېربس ۳۲۱ مساپر الوتکه د شنبې ورځ ګهیځ له شرم الشېخه سېنټ پیټرزبورګ ته پر لاره وه چې راولوېده، او هېڅ یوه سپرلۍ ژوندۍ پاتې نه شوه.

چارواکو ویلي چې الوتکې د ۲۴ ماشومانو په ګډون ۲۱۷ سپرلۍ او اوه کارکوونکي درلودل او نژدې ټول قربانیان هغه روسان دي چې د رخصتیو له تېرولو وروسته له مصره خپلو کورونو ته ستنېدل.

د دې غمیزې قربانیانو لپاره پرون اتوار ورځ د روسیې په بېلابېلو ښارونو کې د ویر غونډې جوړې شوې. د روسیې د ارتوډوکس کلیسا مشر "پاتریارښ کیریل" وویل چې د دې دردوونکې پېښې د قربانیانو لپاره د دعا مراسم پرځای شول.

روسي، مصري او فرانسوي کارپوهان په ګډه د الحسنه په نوم د سینا په لیرې پرته سیمه کې د هغې پېښې څرنګوالی لټوي.

د مصر ملکي هوايي چلند یوه چارواکي ویلي چې د روسیې یوه ژغورندویه ډله به نن ګل ورځ په سینا ټاپووزمه کې د الوتکې نسکورېدو په سیمه کې د نورو مړیوموندلو لپاره خپل کار بیا پیل کړي.

روس: د روسۍ مساپر الوتکې قربانیانو په غم کې شمعې بلې شوې دي.
روس: د روسۍ مساپر الوتکې قربانیانو په غم کې شمعې بلې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG