د لاسرسي ځای

تازه خبر

لر او بر زلزله ځپلي کوهستانیان مرستې غواړي


لر او بر زلزله ځپلي کوهستانیان مرستې غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:56 0:00

د تېرې اکتوبر میاشتې پر ۲۶مه نېټه په راغلې زلزله کې د وژل شوو او ژوبلو کسانو له کورنیو سره د مالي مرستو لړۍ پیل شوې ده. د پاکستان مرکزي حکومت د وژل شوو کسانو کورنیو ته شپږ شپږ لاکه روپۍ او د ژوبلو تنانو ته سړي سر یو یو لاک روپۍ ورکول کېږي. په خېبر پښتونخوا کې د افتونو نظم صوبايي ادارې «پي ډي اېم اې» په کوهستان، شانګله، سوات، دیر او چترال کې په هیليکاپټرو د غلې، خوړو او نورو مرستو رسولو لړۍ دوام لري. خو د بر کوهستان او لر کوهستان ضلعو اغېزمنو وګړو مشال راډیو ته ویلي چې حکومتي مرستې نه دي ورسېدلې. زموږ خبریال غلام غوث د پي ډي اېم اې ډلې سره بر کوهستان او کوز کوهستان ته تللی او د اغېزمنو خلکو په شکایتونو یې ویډیو راپور کښلی دی.

XS
SM
MD
LG