د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د پوليو په ضد د ویکسینو کمپین پيل شو


ډاکټر نجیب الله کاموال یو ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي
ډاکټر نجیب الله کاموال یو ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي

د افغانستان د نورو ولایتونو په څير په ننګرهار کې هم د پوليو په ضد د ويکسینو د څاڅکو درې ورځينی کمپين پيل شو.


د ننګرهار د روغتیا چارواکي وايي چې په دغه دوره کې به تر شپږ لکو پورې ماشومانو ته ويکسین تطبیق شي خو په یو شمير نا امنه ولسواليو کې به ۶۹۰۰۰ ماشومان د ویکسین له تطبیق نه محروم شي.

د پوليو پر ضد د ویکسینو د څاڅکو دغه درې ورځینې کمپین د یکشنبې په ورځ پیل شو چې تر شپږ لکو پورې هغو ماشومانو ته به د پوليو په ضد د ويکسینو دوه څاڅکې ورکړل شي، چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي.


د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال يوه ماشوم ته د پوليو په ضد د دوه څاڅکو ويکسینو په ورکولو سره د دغه کمپین پرانسته وکړه. نوموړي د کمپین د پرانستې پر مهال وويل:

(( په ننګرهار ولایت کې شپږ لکه اوه ویشت زره ماشومان زموږهدف دی، خو متاسفانه په دې کې ۶۹۰۰۰ ماشومان له ویکسین څخه پاتې کيږي. زه له دغه مجلس له لارې په خپلو ټولو وطنوالو میندو او د هغوی په پلرونو غږ کوم چې خپل ماشومان د دغه درې ورځو په جریان کې ويکسین کړي. ځکه چې دا نه یوازې د عامې روغتیا وزارت او همکارو موسسو مسوولیت دی، بلکې دا ټولو هیوادوالو او کورنيو مسوولیت دی. او هغه ماشومان چې عمرونه يې له دوه کلونو څخه تر پینځه کلونو پورې دي، هغوی ته موږ د البینډازول ټابلیت چې د چینجیو مخنیوي کوي، هغه هم ورته تطبیقیږي.))

د ننګرهار د پوهني ریاست مالي او اداري مرستيال سید عسی سادات ډاډ ورکړ چې د پوليو په دغه درې ورځینې کمپین کې به د پوهنې رياست اړوند ټول ښوونځي او مدرسې د ویکسينو د تطبیق رضاکارانو سره پوره مرسته کوي.

(( د پوهنې رياست اړوند ټولو ښوونيځو کې موږ استادانو ته هدایت کړی چې د پوليو پیغام خپلو شاګردانو ته ورسوي چې هغوی يې خپلو کورنيو ته ورسوي. تاسو ته ډاډ درکوم چې ټول استادان او شاګردان د پوليو له رضاکارو ټيمونو سره همکار دي.))

يو تن چې خپل ماشومان يې ويکسین کولو ته راوستي و، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( نوم مې عتیق الله غروال دی، دلته موږ خپل هغه ماشومان راوستي وو، چې عمرونه يې تر پینځو کلونو کم وو، هغوی ته ویکسین تطبیق شوو. ټولو هیوادوالو ته زما دا پیغام دی چې خپلو ماشومانو ته ويکسین وکړي.))

د ننګرهار د عامې روغتیا ريیس ډاکټر نجیب وايي چې د ۲۰۱۵ ميلادي کال راهيسې تر دې دمه د ننګرهار په اچين، بټي کوټ، هسکه مينه او کوټ ولسواليو کې د پوليو شپږ پيښې ثبت شوی. دی زیاتوي چې په پورته یادو شويو ولسواليو کې په ګڼ شمير سيمو کې د پوليو د ویکسینو مخه نيول کيږي چې له امله به يې ۶۹۰۰۰ ماشومان د پوليو په ضد د ويکسینو له څاڅکو محروم شي.

XS
SM
MD
LG