د لاسرسي ځای

د پکتیا ډنډې پټان کې سخته جګړه روانه ده


Afghanistan – Map of Paktia which is Design by Lemar Naizy RFERL Reporter of Paktia, updated

Afghanistan – Map of Paktia which is Design by Lemar Naizy RFERL Reporter of Paktia, updated

داود تپان ـ پکتیا

د پکتيا په ډنډې پټان ولسوالۍ سرحدي پوستو کې جنګ روان دی، همدې ولسواليو ته د تګ راتګ لار هم تړلې ده، هلته ويل کيږي، چې وسلوال په نورو ولسواليو هم د بريدونو پلان لري او تر دمه هېڅ نه دی شوي يوازې سرحدي پوليس جګړه کوي.

د پکتيا ولايت په ډنډې پټان ولسوالۍ کې په سرحدي پوستو جګړه روانه ده او دا خبره په ګردېز کې د ۴۰۲ سرحدي زون قومندان عبدالبصير خپلواک مني او وايي، په روانه جګړه کې يې يوه پوسته سوځېدلې او پينځه تنه يې ټپيان دي.

نوموړی زياتوي، چې دغه جګړه سهار وختي پيل شوې ده او د دوی سرتيري هلته مقاومت کوي او په ځينو پوستو کې يې تاکتيکي عقب نيشيني کړې ده:

« شديده جګړه ده، زموږ يوې پوستې د سېلاب په نوم په هاوان لګېدلې، که په بل څه سوځېدلې ده او په همدې ځای کې زموږ پينځه سرتيري ټپيان شوي دي او نورو ځواکونو تاکتيکي عقب نيشني کړې ده او لا هم جګړه ده، دا دروغ دي، چې طالبانو زموږ نورې پوستې نيولې دي، داسې نه ده، زموږ ځواکونه په جګړه بوخت دي او جنګ شديد ده. »

نوموړی دا هم وايي، چې په سيمه کې د دوی ځواکونو تاکتيکي عقب نيشيني کړې ده او په منظم ډول غواړي، خپلې پوستې تر کنټرول لاندې ولري.

د پکتيا ولايتي شورا مرستيال حفيظ الله مبارز وايي، چې په پوستو جنګ روان دی او يوې پوستې سقوط کړی دی او تر اوسه پورې هلته هېڅ مرستندوی ځواکونه نه شته:

« د بېګاه راهيسې په پټان کې په پوستو جګړه روانه ده، يوه پوسته سوې ده او څلور پينځه تنه ټپيان دي او لا هم شديد جنګ دی، هېڅ مرستندويه ځواکونه هلته نه دي تللي، لکه اردو او پوليس او که ور ونه رسيږي حالت به خراب شي او له کنټروله شايد ووځي. »

نوموړی دا هم وايي، چې که هلته مرستندوی ځواکونه ونه رسيږي، ښايي ګواښ تر دې لوړ او زیاته مرګ ژوبله رامنځته شي.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په استولي پيغام کې ويلي دي، چې دوی د ډنډې پټان ولسوالۍ څلور سرحدي پوستې نيولې دي او لا هم جګړې ته دوام ورکوي.

دا جګړه په داسې مهال پيليږي، چې د تېرې جمعې په ورځ د همدغې او ورڅېرمه نورو پينځو ولسواليو لار وسلوالو د احمدخېلو په شوات سره تنګي سيمه کې وتړله او ويې ويل، چې په ختيځو ولسواليو کې ځانګړی عملياتي پلان لري او اوس هم ياده لار تړلې او ښايي په اسانۍ سره د ځمکې له لارې د جنګ ساحې ته له مرکز ګردېز څخه مرستندوی ځواکونه ونه رسيږي.

د پټان په يادو سرحدي پوستو چې اوس جنګ روان دی، نږدې مياشت وړاندې هم پرې وسلوالو بريدونه پيل کړي وو او پوستې يې نيولې وې، چې وروسته له عملياتو او پينځويشتو ورځو پکې جګړه پای ته ورسېده او پوستو کې بېرته افغان ځواکونه ځای پر ځای شول.

XS
SM
MD
LG