د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په شمال کې په تیرو شپږو میاشتو کې سلګونه طالبان وژل شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د افغانستان په شمال کې د عامه نظم امنیتي مسولین وايي چې په تیرو شپږو میاشتو کې په دغه زون کې تر سره شوو عملیاتو کې ۳۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

په شمال کې د عامه نظم د دریمي لوا قوماندان حسیب الله قریشي نن د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل چې یاد وسله وال تر ډیره په جوزجان، بلخ، سمنګان او کندز ولایتونو کې وژل شوي دي.

ښاغلي قریشي زیاته کړه چې افغان ځواکونه په پام کې لري چې په نږدې راتلونکې کې په بدخشان او بغلان ولایتونو کې د وسله والو د ځپلو په هدف ژمني عملیات پیل کړي.

هغه وویل چې افغان سرتیرتو اوس له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت خپل کړی دی.وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG