د لاسرسي ځای

د افضل خان لالا پر مړینه د سیاسي او مدني ټولنو او مشرانو تاثرات


ارواښاد افضل خان لالا

ارواښاد افضل خان لالا

د ارواښاد افضل خان لالا په مړینه د افغانستان او پاکستان سیاسي شخصیتونو او ټولنو خواشیني ښکاره کړې او د هغوی د کورنۍ سره یې خواخوږي ښکاره کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر پیغام

په ډېره خواشینۍ مې د پښتونخوا د سیاسي مشر او ستر ملي شخصیت افضل خان لالا د مړینې خبر واخیست.په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه هم افضل خان لالا تل یو روښانه، ملي او د ټول افغان ولس له ګټو سره سم دریځ ساتلی دی.زه د افضل خان لالا مړینه د پښتونخوا د ملي مبارزې او د ټول افغان ولس له پاره یوه ستر ضایعه بولم، د افضل خان لالا کورنۍ، د پښتونخوا ټولو ولسونو او د عوامي نشنل پارټي مشرتابه ته د زړه له کومي د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوم.

د لغمان د والي عبدالجبار نعیمي پیغام :

« په ډیرې زیاتې خواشینۍ سره خبر شوم چې د لوی افغانستان ستر سیاسي شخصیت ،د عدم تشدد د لارې مخکښ مبارز او د پښتون قوم ستر مشر خان افضل خان لالا له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.د ارواښاد مړینه یوه لویه ضایعه ده، د لوی خدای پاک ج له سپېڅلي دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې دجمیل صبر غوښتنه کوم. »

د هلمند مدني ټولنې د خواشینۍ پيغام :

« په ډېرې خواشينۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د لوی افغانستان ارمانجن او ستر پښتون مبارز خان افضل خان لالا د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.د هلمند مدني ټولنې مشر او ټول غړي يې د ارواښاد افضل خان لالا پر مړينه سخت خواشيني دي، او د هغه مړينه د لوی افغانستان د ارمانجنو لپاره لويه ضايعه بولي.د هلمند مدني ټولنې مشر او غړي يې ارواښاد افضل خان لالا ته د فردوس جنت، کورنۍ او ټولو خواخوږو ته يې تسليت او ډاډګېرنه غواړي.»

د لیکوال ، شاعر او د افضل خان لالاد پخواني سکرتر لایق زاده لایق پیغام :

« افضل خان لالا د یو شخص نه بلکه د یو تحریک نوم دی، هغه د پښتنو د یو والي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي، هغه تل پښتنو ته ویلي چې خپل ځانونه دې وپيژني، هغه تل په خپل ملي ارمان او مرام ولاړ پاتې شوی دی او حکومتي نوکرۍ پرمهال هم په خپل هوډ ولاړ پاتې شوی دی. »

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي مشر مختارخان یوسفزی پیغام :

« زموږ د اتلانو باچاخان ، خان شهید ، کاکاجي صنوبرحسین موند او د افضل خان لالا غوندې د مشرانو د ملي یو والي ارمان اوس موږ ته پاتې شوی دی. په دې موقع موږ ته پکار دي چې د یو والي ددغه ارمان د پوره کولو لپاره یو بل ته لاسونه ورکړو. »

XS
SM
MD
LG