د لاسرسي ځای

تازه خبر

افضل خان لالا وفات شو


ارواښاد افضل خان لالا
ارواښاد افضل خان لالا

پیژندل شوی پښتون قامي مشر ، سپین روبی سیاست وال او د عوامي نیشنل ګوند یو مشر افضل خان ، چې په خان لالا هم مشهور و ، نن سهار وفات شو.

د نوموړي د کورنۍ یو غړي مشال راډیو ته وویل چې د خان طبیعت تیره ورځ یو ناڅاپه ناسازه شو او هغه د راولپنډۍ په یو روغتون کې داخل کړی شو ، چې نن سهار یې سترګې پټې کړې.

افضل خان په ۱۹۹۳ کال کې د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی ټاکل شوی و ، همدارنګه د پاکستان د وفاقي وزیر په حیث یې هم کار کړی دی. د پاکستان حکومت نوموړي ته د رړورتیا تمغه هم ورکړې وه.

په سوات کې چې د طالبانو واکمني وه ، نو نږدې ټوله سیمه له خلکو او مشرانو خالي شوې وه ، خو نوموړی تر اخره په سوات کې و او د ترهګرۍ خلاف یې سمبولیکه مبارزه کوله.

نوموړي کتابونه هم لیکلي ، جرګې یې هم کړي دي او د لر او بر د پښتنو د یو والي لپاره یې هم تل هڅې کړي دي.

نوموړی په ۱۹۲۶ کال کې په سوات کې زوکړی و ، او د وفات پرمهال یې عمر ۸۹ کاله و.

د مشال راډیو همکار اسرار عالم مومند د افضل خان په کار او ژوند د عوامي نیشنل ګوند د یو مشر افراسیاب خټک سره خبرې کړي چې دلته یې اوریدلای شئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG