د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال فاروق: د شمال په نا امنیو کې قاچاقبران او د سیمه ییز استخبارات لاس لري


په افغانستان کې د دفاع وزارت چارواکي وايي چې په شمال کې د نا امنیو د تداوم په مقصد د سیمې استخبارات او د مخدره توکو قاچاق وړونکي د دولت له مخالفو وسله والو څخه مالي او نظامي ملاتړ ترسره کوي.

په افغانستان کې د دفاع وزارت چارواکي وايي چې په شمال کې د نا امنیو د تداوم په مقصد د سیمې استخبارات او د مخدره توکو قاچاق وړونکي د دولت له مخالفو وسله والو څخه مالي او نظامي ملاتړ ترسره کوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دریمې لوا مشر جنرال فاروق احمدي آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ د شمال په نا امنیو کې د مخدره توکو قاچاقبر او د سیمې استخباراتي کړی لاس لري.

ښاغلي فاروق وویل چې نظامي جکړه ډېرو پیسو او وسلې ته اړتیا لري، چې د دولت مخالفو وسلوالو ته دا پیسې او امکانات د سیمې استخباراتو ترڅنک د مخدره توکو قاچاقبر هم مساعدوي:

« جکړه چې هرځای وي، هغه ډېرو پیسو ته اړتیا لري، لدې سربېره چې د سیمې استخبارات د دولت مخالفو وسلوالو څخه د شمال په جکړه کې ملاتړ کوي، د کور په دننه هم دوی د مخدره توکو د قاچاق په ترسره کولو سره مالي ملاتړ ترلاسه کوي.»

جنرال فاروق وايي، چې لا هم د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې پوځي عملیات دوام لري او تر دمه یې د کندز، تخار، فاریاب او جوزجان ولایتونو مختلفې سیمې تصفیه کړي دي:

« د کندز په دشت ارچي او چار دره ولسوالیو کې و دښمن ته درانه تلفات واړول، او همدارنګه د غورماچ ولسوالۍ مختلفې سیمې تر دمه تصفیه شوي دي او پوځي عملیات په مختلفو سیموې دوام لري.»

یواځې د ملي اردو لوړ رتبه جنرالان ندي چې ادعا کوي، د شمال په جکړه کې د مخدره توکو قاچاقبر او د سیمې استخبارات لاس لري، عتیق الله د ۲۰۹ شاهین قول اردو د څلورم کندک د توپچي قطعه قومندان وايي چې د کندز په جکړه کې یې ولیدل چې لسګونه بهرني تروریستان له افغان امنیتي ځواکونه سره جنګېدل.

عتیق لله وايي چې د جنګ پر مهال له ګن شمېر ستونزو سره مخ ول، خو تر ټول ستره ستونزه دا وه، چې مخالفو وسلوالو د جګړې پر مهال له ملکي وکړو څخه د سپهر په توګه کار اخیسته:

« د جکړې پر مهال له هر ۱۰ تنو مخالفو وسلوالو څخه کې وژل کېدل پکې یو یا دوه چیچني، پاکستاني او نور بهرني تروریستان شامل ول، ستونزه زمونږ په وړاندې دا وه چې له ملکي خلکو څخه مخالفینو د سپهر په توګه کار اخیسته.»

په همدې حال کې هغه سرتیري چې د کندز له جکړې څخه تازه د ۲۰۹ شاهین قول اردو ته ستانه شوي دي، د جکړې پر مهال د نظامي مرستو له نشتون څخه شکایت لري.

دوی وايي چې؛ هوايي ځواکونو ورته په موقع سره مرسته نرسوله، او د جنګي هلیکوپرو نشتو سبب د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو اساسي لامل ګنل کیږي:

«له دولت څخه غواړم چې مونږ ته په موقع سره نظامي تجهیزات او امکانات برابر کړي، هوايي ځواکونه په موقع سره مونږ ته رسیدګي نکوله، دا سبب شو چې ډېری ځواکونه ووژل شي.»

د ملي اردو د ځواکونو یواځینې ستونزه د نظامي تجهیزاتو نشتون بانې نه خلاصه کیږي، دلته په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې سرتیري د البسې له نشتون شکایت کوي او وايي چې د دوو کلونو راپدېخوا نظامي لباس او بوټونه ندي ترلاسه کړي:

« سمه مونږ ته رسېده نکیږي، د پوشاک له لحاظه مونږ ته نظامي لازم لباس ندی راکړل شوی، کومه قرار دادي کمپني چې مونږ ته لباس او بوټونه راکوي اصلآ کیفیت نلري او باید دا ستونزه حل کړای شي.»

دا پداسې حال کې ده، چې د نظامي تجهیزاتو او هوايي امکاناتو له نشتون سره سره د ۲۰۹ شاهین قول اردوی مسوولان او سرتېري د دولت د مخالفو ولسوالو د هر ډول تروریستي تحریک په وړاندې د چمتوالي خبر ورکوي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG