د لاسرسي ځای

زلزلې د شیخ زاید پوهنتون په ودانیو کې چاودونه پیدا کړي


د خوست شیخ زاید پوهنتون استادان او محصلان انديښنه لري، که چیرې د یاد پوهنتون ودانۍ په اساسي ډول ونه رغول شي، نو ممکن په راتلونکې کې د زلزلو او نورو طبعي پيښو پر وړاندې د مقاومت تاب ونلري.

د خوست شیخ زاید پوهنتون استادان او محصلان انديښنه لري، که چیرې د یاد پوهنتون ودانۍ په اساسي ډول ونه رغول شي، نو ممکن په راتلونکې کې د زلزلو او نورو طبعي پيښو پر وړاندې د مقاومت تاب ونلري.

دوی د لوړو زده کړو د وزارت او تر څنګ يې له نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې د یاد پوهنتون د ټولو ودانیو اساسي رغونې ته پاملرنه وکړي او د راتلونکو احتمالي تهدیدونو مخه ونیسي.

وروستۍ زلزلې د خوست د شیخ زاید پوهنتون د ودانیو په دیوالونو او چتونو کې یو شمېر درزونه او چاودونه پیدا کړي، چې د دې پوهنتون محصلان او استادان يې په انديښنه کې اچولي دي.

دوی چې د شنبې پر ورځ مشال راډیو سره په دې اړه خبرې کولې وویل، کچیرې د دې ودانیو اساسي رغونې او د نورو احتمالي تهدیدونو مخنیوي ته پاملرنه ونه شي، نو ښايي د طبعي پيښو له کبله یو شمېر ودانۍ راپریوځي او زیانونه رامنځته کړي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد ګل شاه صبری وايي، چې د پوهنتون ودانۍ په سټنډرډونو او معیارونو پوره نه دي جوړې شوي او کچیرې اساسي رغونې ته يې توجه ونشي، راتلونکو تهدیدونو ته يې په انديښنه کې دي:

((د شیخ زاید پوهنتون ودانۍ ډېرې مخکې جوړې شوې دي، په جوړولو کې يې هم هغه سټنډردونو او معیارونو ته هېڅ توجه نه ده شوې، په ټوله کې د شیخ زاید پوهنتون تدریسي او اداري خونې په دیوالونو کې درزونه لري، وروستۍ زلزلې پوهنتون ته جدي خطر متوجه کړ او هر چا سره دا انديښنه وه، چې دا ودانۍ به رالویږي، خو خدای فضل وکړ، خو د راتلونکو تهدیدونو نه موږ ډېر په تشویش کې یو.))

د یاد پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي استاد مدیر منګل هم ورته غوښتنه لري:

((که د پوهنتون ودانیو ته وګورو، لکه څومره پانګونه چې دلته شوې، په هغه ډول تعمیرونه دلته نه دي جوړ شوي، د دې تعمیرونو د ترمیم له پاره باید عاجل اقدامات وشي، اړوند وزارت باید دې مسلې ته توجه وکړي، دا تعمیرونه د رنګ او د انجینری د نورو اصولو له مخې ډېرې ستونزې لري.))

د اسدالله په نوم د شیخ زاید پوهنتون یو تن محصل وايي، چې یو ښه او مناسب چاپیریال د محصل پر زده کړو اساسي اغېز لري.

دی زیاتوي، درسونه دماغي ستونزه لري او که چاپیریال مساعد وي، نو محصل بیا فکري ستوماني نه احساسوي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون سرپرست رئیس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي هم په خپلو خبرو کې مني، چې د یاد پوهنتون د کمپلیکس د ودانیو کیفیت ته لازمه پاملرنه نه ده شوې او په دې کمپلیکس کې جوړې شوې ودانۍ هم د پوهنتون له لرلید سره برابرې نه دي، خو ډاډ څرګندوي، چې د یاد پوهنتون په اساسي بیارغونه او یو شمېر نویو پرمخیتايي چارو به په راتلونکو څو میاشتو کې کارونه پیل شي:

((دا تعمیرونه په هغه کیفیت باندې نه دي جوړ شوي او بیا هغه ظرفیت چې باید ورته په پام کې نیول شوی وای، هغه نه دی نیول شوی، زما له ګومانه د دې تعمیرونو په جوړیدو کې په هغه وخت کې یوه همغږي نه وه ایجاد شوې، کوم پرمختیايي کارونه چې هغه وخت شوي، زموږ د لرلید مطابق نه دي شوي، اوس الحمدالله موږ لرلید لرو، خپلې هڅې مو په دې برخه کې جاري ساتلي او دا ستونزه به انشاالله حل شي.))

د یادونې وړ ده، د خوست پوهنتون د کمپلیکس ودانۍ یوه لسیزه وړاندې د عربي متحده اماراتو په مالي لګښت جوړې شوې، چې وروسته د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په فرمان ورته د شیخ زاید پوهنتون نوم ورکړل شو، خو د ودانیو پر کار يې له اوله دا نیوکه موجوده وه، چې کیفیت يې ټیټ دی.

یاد پوهنتون د ټول افغانستان څخه خواوشا نهه زره محصلان لري، چې په شپاړسو بیلابیلو پوهنځیو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG